Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوال کنفرانس جوړېږي

ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوال کنفرانس جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/06

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوال کنفرانس جوړ شي چې په کې به د ګڼ شمېر هېوادونو استادان او څېړونکي ګډون وکړي.

دغه کنفرانس چې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او لوړو زده‌کړو وزارت په نوښت او ګډه همکارۍ جوړېږي د اقلیمي بدلون په تړاو به په کې ګډونوال علمي څېړنې شریکې کړي.

مسوولین وايي، د دې کنفرانس له پایلو به په کور دننه د اقلیمي بدلون د اغیزو په برخه کې د استادانو د ظرفیت لوړولو لپاره کار واخېستل شي.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهنمل کفایت الله کاکړ وايي:« د ننګرهار پوهنتون کې چې د اقلیمي بدلون تر عنوان لاندې کوم کنفرانس ترسره کېږي، دا به درې ورځې دوام وکړي، البته په درې بېلابېلو ساحو کې. لومړۍ ورځ به زموږ عمومي ناسته وي، دویمه ورځ ، موږ ته شاوخوا ۲۵۰ مقالې له بېلابېلو برخو لېږل شوي، په دې کې شاوخوا ۳۵ مقالې بهرنۍ دي او نورې ډېری د افغانستان له خصوصي او دولتي پوهنتونونو رالېږل شوي دي. کوم شرایط چې موږ ورته وضع کړي ول، د هغې له مخې موږ ۱۴۰ مقابلې قبولې کړي دي چې په دې ۲۰ بهرنۍ مقالې هم له موږ سره شتون لري.»

افغانستان د نړۍ یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې په تودوخه کې یې رول نه شته خو د اقلیمي بدلونونو له منفي اغیزو اغیزمن هېواد دی.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف الله خیرخواه وايي،  د دې کنفرانس موخه تر نړۍوالو دا غږ رسول دي چې هېوادوال د اقلیمي بدلون له امله په لوړه کچه متضرر دي؛ څو دې موضوع ته په پوره ډول رسېدنه وشي.

هغه زیاتوي:« موږ په خپل هېواد کې له یوه سخت موسمي بدلون سره مخ یو. دا موضوع یوازې د موسم یا هوا تغییر نه دی، دا داسې موضوع ده چې ژوند ته تغییر ورکوي، د ژوند بڼې ته تغییر ورکوي او د انسانانو د سکونت او دا ډول د کرنې سیمو ته تغییر ورکوي. نو له همدې امله موږ غواړو چې د دې موضوع یو اهمیت په کوردننه ثابت شي، عامه پوهاوی وشي. دویمه دا ده چې موږ یو غږ پورته کړو چې دلته بشر متضرر دی، دلته په ټوله کې ژوندي ژوي متضرر دي.»

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مالوماتو له مخې، تېر یوه کال کې تر ۷۰ زره زیات څاروي، څه باندې ۱۰۰ زره جریبه زراعتي ځمکه، شاوخوا ۴۰ زره باغونه د اقلیمي بدلون له امله له منځه تللي، ۲۱ میلیونه هېوادوال پاکو اوبو ته لاس رسی نه‌لري او د هېواد ۱۴ سلنه طبیعي یخچالونه ویلي شوي.

دوی د دې کنفرانس پایلو ته هېله من دي او وایي، له اقلیمي بدلون څخه به د هېوادوالو د حفاظت لپاره له هرې شونې لارې استفاده وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني وايي:« موږ او تاسو ته مالومه ده چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د سېلابونو او غیر موسمي ورښتونو له امله  له ۱۷۰۰ زیات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، له ۷۰ زرو زیات وحشي ژوي لکه مالداري زیانمن شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، له ۱۰۴ زرو زیاته کرنیزه ځمکه خرابه شوې.»  

د اقلیم تغیر تر عنوان لاندې په دې کنفرانس کې به په کور دننه او د ګڼ شمېر هېوادونو استادان په حضوري او انلاین ډول ګډون وکړي چې ۲۵۰ څېړنیزې مقالې ورته وړاندې شوي چې ۳۵ هغه یې د ګڼ شمېر هېوادونو د استادانو او نورې د هېواد د بېلابېلو پوهنتونون استادانو دي.

له دې جملې د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو ۱۴۰ او ۲۰ نورې مقالې د بېلابېلو هېوادونو د استادانو غوره شوي دي  دا نړیوال کنفرانس د سلواغې میاشتې په ۲۱مه پيل کېږي او درې ورځې به دوام کوي.

 د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین د یوه ۱۰ کلن پلان د ۹۵ سلنه د بشپړېدو خبره کوي او وایي، پاتې ۵ سلنه نور به د همدې کنفرانس له پایلو بشپړ کړي چې د ۱۰ کالونو لپاره به د هېوادوالو لازمو اړتیاوو ته مناسب ځواب وایي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist