Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار: د کوزې پښتونخوا نامتو سیاستوال عمثان کاکړ غیبي جنازه ترسره شوه.

admin by admin
2021/06/24

 د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار پاچا خان کمپلېکس کې د کوزې پښتونخوا د  نوموتي سیاستوال عثمان کاکړ د غیبي جنازې  مراسم ترسره شول.

 د جنازې په مراسمو کې لسګونه مدني فعالانو، ځوانانو او مخورو کسانو برخه اخېستې وه. 

دوی تور پور کړی،چې عثمان کاکړ په مرموز ډول په خپل کور کې د ناڅرګندو کسانو له خوا په سر سخت وهل شوی او دا يي یو  قصدي عمل وګاڼه.

دوی وايي، کوزه پښتونخوا کې هر کال لسګونه پښتانه وژل کیږي.

مدني فعال شریف الله ناصري وايي: « دی په کور کې ډریور ته زنګ کوي،له یوې غونډې راستنیږي بلې غونډې ته ځي،چې په جانیخېلو کې  د پښتنو پرلت دی هلته لاړ شي، په مروز شکل د ده کور ته خلک راځي او په سر یې وهي. هغه  وروسته روغتون ته وړل کیږي.»

مدني فعال رئیس خان غرنی وايي: « بد بختانه، چې دغه جابر ریاست کوم جبر کړی، دا جبارنیدونکی دی اوموږ دده فکر ملاتړي یوو. اوس راټول شوي یو، چې د ده عیبي جنازه وکړو او نړۍ ته وښایو، چې لر او بر یو افغان یو او د ده خبرې نور فکرونه زیږوي.»

دوی وايي، پښتانه به د لوی افغانستان د جوړېدو داعيه په دا ډول غلچکي بريدونو له منځه يونيسي.

دوی دلته د جکړې له ښکیلو غاړو هم  وغوښتل، چې نور له افغان وژنې لاس واخلي او په يووالي سره د لوی افغانستان د پولو د بيا ټينګېدو لپاره پر ګډه کار وکړي.

د ننګرهار ولایتي شورا پخوانی غړی ذبیح الله زمری وايي: « دغه یوه فکري او سیاسي مبارزه ده او دا اوږدمهاله مبازره ده. په دا ډول ترور او شهادت باندې نه درېږي. موږ به د پنجاب استبداد له منځه وړلو او د لر بر افغانانو د یوالي لپاره د پښتنو د حقونو لپاره کار کوو.»

عثمان کاکړ د ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر او پخوانی سناتور و، چې درې ورځې وړاندې یې د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ساه ورکړه.

د کاکړ کورنۍ او د  پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي، پر کاکړ څو ورځې وړاندې په خپل کور کې برید شوی وه او نوموړی د سر برخه کې سخت ټپي شوی وه .

د عثمان کاکړ جنازه  پرون د هغه په پلرنۍ سیمه کویټه مسلم باغ کې ادا او هماغلته خاورو ته وسپارل شو.

د جنازې په مراسمو کې یې یو شمېر ملتپاله پښتنو سیاستوالو او د نوموړي زرګونه پلویانو برخه اخیستې وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist