Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار اوسېدونکي: د خوراکي او سون توکو بیې ډېرې لوړې شوي

admin by admin
2021/08/21

د ختیځ ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د خوراکي او سون توکو بیې له بل هر وخت ډېرې لوړې شوي،چې ولسونه یې له ګڼو ستونرو سره مخ کړي دي. 

ښاریان وايي، سوداګر او هټیوال له دې نازک حالته ګټه پورته کوي او د توکو بیې  یې لوړې کړي.

په ورته وخت دوی پر  ښاروالۍ غږ کوي،چې نرخنامې دې وټاکي،تر څو خلک توکو ته په خپل سري نرخونه ونه ټاکي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی:« د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوي دي. د جلال اباد له ښاروال قاري احسان الله ساجد مو غوښتنه دا ده،چې بیې کنټرول کړي. دغه راز د څار او کنټرول ادارې له مدېره مو هم غوښتنه دا ده،چې د بېو کنټرول کې جدي سپارښتنه وکړي.» 

د جلال اباد ښار اوسېدونکی:«  خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوي دي. له ښاروالۍ مو  غوښتنه دا ده،چې په دې اړه جدي سپارښتنه وکړي او پر هټيوالو وګرځي.»  

اخوا د جلال اباد ښاروال قاري احسان الله ساجد د بیو لوړېدو لامل سرحدي بندرونو تړل ګڼي او وایي، که تجارتي لارې خلاصې شي، بېرته به د توکو بیې عادي حالت ته راشي او د خلکو ستونزې به حل شي

ساجد زیاته کړه:« د نرخونو لوړوالی مهم لامل دا دی،چې سرحدونه بند دي او څه نه راځي. دلته هغه کوم مواد،چې له هټيوالو سره پراته دي،یوازې هماغه دي او همدا لامل دی،چې بیې لوړې دي. که بندرونه خلاص  شي او صرافۍ خلاصې شي، تجارتونه خلاص شي، انشاء الله،چې بیې به بېرته ښکته شي.»  

ساجد وايي،،ټیمونه یې کار کوي،څو ژر نرخونه کانترول او سوداګرو او هټيوالو ته نرخنامې وټاکي.

اندېښنې دا دي،که نړۍ وال تجارتونه ژر شروع نه شي او سرحداد د ډېر وخت لپاره تړلي پاتې شي،په لویو ښارونو کې به د خوراکي او سون توکو بیې نورې هم لوړې شي او خلک به یې له رانیولو عاجز پاتې وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist