Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار اوسېدونکي:له اسلامي امارته غواړو، د کار زمېنه برابره کړي 

admin by admin
2021/09/09

په وروستیو کې،چې طالبانو د افغانستان واک لاس کې اخیستی او ډېری کارونه لا بېرته عادي شوي نه دي،  ننګرهار کې یو شمېر کاریګر وايې، ژوند یې ډېر سخت شوی،ځکه داسې کومه پانګه نلري،چې د بېکارۍ ورځې پرې تېرې کړي.

دوی شکایت کوي،چې هره ورځ د کار په تمه راځي،خو په خبره یې، د ورځې په وروستیو کې بېرته تش لاس کور ته ځي،ځکه څوک یې کار ته نه بیایي.

جلال اباد ښار کې یو تن  کاریګر وايي:« چوک ته راځو،خو کار نه پېدا کېږي. دا کار مشکل دی، که کار پېدا هم شي، په میاشت یا اوونۍ کې یوه ورځ دیاړي وي، و یا هم دونیم سوه روپۍ دیاړي وي. هغه چې کور ته لاړ شو سودا پرې نه کېږي او که د ناروغ مشکل پېدا شي،هغه مشکل وي ډاکټر ته تلل ورکې وي. په ۲۵۰ روپۍ کار نه کېږي،هغه هم په میاشت کې یوه ورځ وي چېرته پېدا شي. زموږ هیله له چارواکو او  حکومته دا ده،چې غږ مو واوري. »

جلال اباد ښار کې یو تن  کاریګر وايي:« نن ۲۵ ورځ ده،چې ګوتې مې هم کار کې نه دي لمدې شوي. هر یو راځي او بېرته تش روان دی. الله ج دې پر موږ رحم وکړي،چا ته به ووایو چې زموږ روزګار نه شته. چاته وژاړو او  چاته شکایت وکړو.»

دوی له اسلامي امارت غواړې،چې د کار زمینې برابرې کړي او له مرستندویه ادارو غواړې،چې لاس نیوی یې وکړي .

جلال اباد ښار کې یو تن  کاریګر وايي:«اوس له اسلامي امارت نه هیله او توقع ده،چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي. والله چې نن شپه مې بچي وږي ویده دي او نن ترې پټ راغلای یم چوک ته ټوله ورځ په چوک کې ګرځم،لس روپۍ څوک د الله په نوم نه راکوي.خو زموږ مال ته ناست دي او پښې مو وهي ورونو د الله لپاره د مزدورانو په حال نظر واچوئ. موږ هر یو حکومت برباد کړي یو.»

یو شمېر بیا وایې، که کار ورته پېدا هم شي،دومره مزدوري څوک نه ورکوي،چې د دوی اړتیاوې دې پرې پوره شي.

دوی وایې، خلک ورسره چنۍ وهي او د هغه مزدورۍ نیمه برخه ورکوي، کومه به یې چې وړاندې اخېستله.

یو تن کاریګر وايي:« موږ د ورځې ۲۵۰ روپۍ کو په دې به څه وکړو ډاکټر ته یې ورکړو او که د کور نوره سودا پرې واخلو موږ به اخیر څه کوو تر څو پورې به خوار او زار ګرځو درې میاشتې مې د کور کرایه نه ده ورکړې اخیر زموږ سره څوک مرسته کوي او کنه غم مو کوي او کنه.»

دا چې طالبانو تازه د هېواد واک تر لاسه کړی،په ورستۍ خبرپاڼه کې یې تر ډېره خلکو ته د کار او رزوګار په پیدا کولو ټینګار کړی دی  او د خلکو د اقتصادي ستونزو حل یې په لومړیتوبونو کې شمیرلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist