Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهاریان: درونټي بند ته د کونړسیند اوبو راوستلو پروژه دې ژر پیل شي

ننګرهاریان: درونټي بند ته د کونړسیند اوبو راوستلو پروژه دې ژر پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/18

روانه اوونۍ د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي کمیسیون له لوري له کونړ سیند څخه د ننګرهار تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز تایید شو او همهاله د هېواد په ختیځ او په تېره بیا ننګرهار کې له پراخ هرکلي سره مخ شو.
ننګرهار کې د کرنې د برخې متخصصان وايي، د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي او ختیځه حوزه کې به د کرنې او مالدارۍ برخه کې کرنیز سکټور نوره هم وده وکړي.

د کرنې برخې کارپوه سید نور الله  وايي: « اوس د اقلیم بدلونونو له امله نړۍ مخ په تودېدو ده او له امله یې بارانونه او ورښتونه کم شوي. زموږ ډېری بزګران د اوبو له ستونزو سره مخ شوي. که چېرې ژر ترژره را وګرځول شوي او د ګمبېري پر دښته تېري شي، زیاته ځمکه به تر کښت لاندې راشي او موږ به ډېر محصولات ترلاسه کړو.»

یو بل کرنیز متخصص عطاالحق بشري وايي: « دا کانال یوه ملي او اقتصادي پروژه ده. دا پروژه د افغانستان د ځان بسیاینې او خوراکي توکو د تولید لپاره ډېره اغېزناکه بلل کېږي.»

په همدې حال کې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین ډاډ ورکوي چې د دې پروژې له تطبیق سره به د ګمبیري دښتې په شمول ګڼې هغه ځمکې چې اوس مهال ترې استفاده نه کېږي، د استعمال وړ وګرځوي.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني وايي: « کومې لویې پروژې چې په ننګرهار کې پلې کېږي، د کرنې ریاست او اداره ژمنه ده چې په دې برخه کې پراخې هڅې وکړي، ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته کړي. دا پروژه هم د ناکامورا د پروژو په څېر ستره او مهمه پروژه ده.»

د ننګرهار یو شمېر کروندګر چې د وچکالۍ له امله د حاصلاتو کمښت ته اندېښمن دی، اوس هیله ورته پيدا شوې چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به یې دا ستونزه حل شي.

بزګران ټینګار کوي چې حکومت باید ژر تر ژره د دې پروژې عملي چارې پیل کړي.

بزګرعجب ګل وايي: « ځمکه کې اړولې، خو اوس د الله رحمت او باران ته په تمه یم چې دا ځمکه خړوبه شي او غنم شنه شي. موږ په دې ډېر خوشاله یو چې د کونړ سیند اوبه د درونټې بند ته راوستل شي.»

یو بل بزګر عظم ګل وايي: « اوس بارانونه نه شته او یوازې د سیند اوبو ته ناست یو. د اسلامي امارت نه مو غوښتنه دا ده چې څومره ژر کېږي، دا نهر را تېر کړي، ترڅو زموږ ځمکې له اوبو برخمنې شي.»

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست مسولینو د معلوماتو پر بنسټ، د دې پروژې په پلي کېدو سره به نږدې لس زره هکټاره ځمکه خړوبه شي او نه یوازې د کرنې په برخه کې به پرمختګ وشي بلکې ورسره به د درونټې برېښنا بند اوبه چې وروستیو کې یې اندازه ډېره کمه شوې هم بېرته زیاتې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist