Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهاریان: حکومت باید د انټرنېټ بندولو په څېر ناڅاپي پرېکړو وړاندې ولس خبر کړي

ننګرهاریان: حکومت باید د انټرنېټ بندولو په څېر ناڅاپي پرېکړو وړاندې ولس خبر کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/04

هدایت الله زرياب چې په جلال اباد ښار کې د انلاین خدمتونو وړاندې کولو روزګار لري وايي، د انټرنېټ او مخابراتي شبکو دوه ورځني بندښت له امله یې کاروبار په ټپه درېدلی و او خپل ټول مشتریان یې له لاسه ورکړي وو.

د ده په خبره، هېواد کې د ډېرو خلکو کاروبار په انټرنېټ پورې تړلی او د دې ډول ناڅاپي ګام پورته خلک له سختو مالي ستونزو سره مخ کولی شي.

د جلال اباد اوسېدونکی هدایت الله زرياب وايي: « زما هغه اړیکې پرې شوې وې چې مشتري یې غوښتنه کوي. زموږ مشتریان یا د وېزو اخیستلو یا هم انلاین بورسونو کې د نوم لیکنې لپاره، دغه راز د پاسپورټ او الکټرونیکي تذکرې د انلاین فورمو ډکولو لپاره راځي. دا ټول کارونه انټرنېټ ته اړتیا لري او له امله یې زموږ ټول کارونه په ټپه درېدلي وو.»

د مخابراتي شبکو او انټرنېټ له دوه ورځني بندښت وروسته، د انټرنېټ په راتګ سره جلال اباد کې د خلکو روزګار بېرته غوړېدلی، خو د بیا بندېدو له امله اندېښنې لا په خپل ځای دي.

خلک وایي، خوښ دي چې بېرته یې روزګار پیل شو او له خپلو دوستانو او کورنیو له غړیو سره په اړیکه کې دي.

د جلال اباد اوسېدونکی درانی وايي: « انټرنېټ ډېر سهولت رامنځته کړی. کله چې بند و، ټول خلک په تاوان کې وو، خو اوس هرڅه سم روان دي. هغه کورنۍ ډېرې په تشویش کې وې چې په بهر کې مسافر لري، همدارنګه د بانکونو کارونه ورسره ولاړ وو.»

یو شمېر نور جلال اباد مېشتي او کاروباریان وایي، د انټرنېټ او مخابراتي شبکو یو ځلي بندښت دوی ډېراندېښمن کړي وو او په خبره یې، فکر يې کاوه چې په حکومتي کچه لوی بدلون راغلی او یا کومه معامله روانه ده، حال دا چې داسې هېڅ کومه خبره نه وه. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې له دې ډول ناڅاپي پرېکړو وړاندې ولس ته خبر ورکړي.

د جلال اباد اوسېدونکی خانزاده وايي: « کله چې دا ډول ستونزه رامنځته کېږي، که هغه تخنیکي وي یا سیاسي، باید له ملت سره شریکه شي. د انټرنېټ قطع والي پرمهال ملت په ډېر تیاره حالت کې پروت او دښمن ترې ناوړه ګټه پورته کوله. داسې آوازې او تبلیغات کېدل چې نظام چپه کېږي یا دا چې د امارت د مشرانو ترمنځ اختلافات راغلي، حال دا چې هېڅ خبره نه وه.»

د تېرې دوشنبې په مازیګر ناوخته پرته له کومې مخکینۍ خبرتیا، په ټول هېواد کې انټرنېټي خدمات او مخابراتي اړیکې پرې شوې او له امله یې دوه ورځې خلک له سخت کړاو سره مخ وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist