Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نقوي: اسلامي امارت دې د ټي.ټي.پي مشران ونيسي

نقوي: اسلامي امارت دې د ټي.ټي.پي مشران ونيسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/28

په افغانستان کې د ټي.ټي.پي حضور او د دې ډلې لخوا په پاکستان کې د وسله والو بریدونو په تړاو د دې هېواد د لوړپوړو چارواکو د ادعاوو او تورونو په دوام، دا ځل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ورته څرګندونې کړي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په لاهور کې یوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا اړوند په بي‌شام سیمې کې تېرې مارچ میاشت کې ترسره شوی برید، چې د پنځه چینایي انجنیرانو په ګډون په کې ۶ کسان وژل شوي وو، په افغانستان کې پلان او د افغان وګړي له لوري ترسره شوی دی.

نقوي ادعا کړې، چې بریدګر د تېر کال په نومبر کې د کونړ له لارې پاکستان ته ورغلی، په سوات کې میشت شوی او د خپلو دوو پاکستاني ملګرو په مرسته یې پر چينايي انجنيرانو موټربم برید کړی دی.

نقوي دغه راز تور پورې کوي، چې کواګې د ټي.ټي.پي مشران په افغانستان کې دي او له سرپرست حکومت یې د هغو درېیو کسانو د نیولو او پاکستان ته يې د سپارلو غوښتنه کړې، چې دوی یې په دې پېښه ښکېل بولي.

هغه زیاته کړې:« ټي‌ټي‌پي دغه برید د یوې مهمې پروژې په توګه پلان کړی و او د دوښمن استخباراتي ادارې ته یې د دې برید د ترسره کولو لپاره ډېرې پیسې ورکړې وې. موږ له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو؛ خو د دې کار لپاره دوی باید په دې پېښه کې ښکېل وسله‌وال ونیسي، هغوی محاکمه کړي او یا یې موږ ته را وسپاري.»

نقوي سرپرست حکومت پر کمزورۍ تورن کړی او ویلي يې دي، چې وسله وال بریدګر د سرپرست حکومت له همدې ضعف څخه په استفادې په پاکستان کې خپل اهداف په نښه کوي.

هغه دغه راز خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له لوري د جدي اقداماتو د نه ترسره کېدو په صورت کې اړ دي، په دې تړاو یو اړخیزې پرېکړې وکړي.

هغه زیاتوي:« پاکستان دغه موضوع د افغانستان له سرپرست حکومت سره شریکه کړې او ټینګار یې کړی، چې دوی باید د وسله‌والو له لوري ترسره کېدونکو عملیاتو پر وړاندې اقدامات وکړي؛ خو لا تر دې دمه، موږ د هېڅ راز ښو پایلو ښاهدان نه یو. که داسې ونه شي پاکستان به په دې اړه یوه اړخیزه پرېکړه وکړي.»

خو اسلامي امارت وايي، هېڅ چاته د افغان خاورې د استفادې اجازه نه ورکوي او د پاکستاني لوري ورته څرګندونې د افغانستان د بندنامولو دسیسه بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دلته نو سړی حیران کېږي، چې دا د دوی له خوا کومه دسیسه نه وي، د دوی له خوا یوه سناریو نه وي، چې په خپله یې جوړه کړې او افغانستان بدنامي په کې هدف وي. نو څرنګه دومره اوږده پروسه دا موټر طی کوي، امنیتي ځواکونه دي، استخبارات دي، مالومات دي، دا موضوع له دوی بریالۍ کېږي او دا برید کېږي. له دې مالومېږي، چې متاسفانه په دسیسه کې  دوی خپله هم لاس لري او د افغانستان د بدنامولو هڅه کوي.»  

د نظر خاوندان په دې باور دي، چې پاکستان د خپلو دې څرګندونو تر شاه دوه لوی اهداف تعقیبوي لومړۍ د امریکا په غوښتنه نړۍ ته د ترهګرو ډلو د ملاتړي په توګه د اسلامي امارت ورمعرفي کول او دویم هغه له دې لارې دننه په افغانستان کې د ډیورند فرضي کرښې هغه غاړه د پاتې شوې افغان خاورې د بېرته غوښتلو داعیې وژل دي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي:« پاکستان د امریکا غوښتنو تر سیوري لاندې خپل اهداف پلې کوي. امریکا له پاکستانه دا غواړي، چې ته ماته افغانستان باندې تهمت ووایه، د ترهګرۍ ډلو تور پرې ولګوه او ماته اسناد په لاس کې راکړه، چې له ما سره دا سند وي چې زه ووایم، چې په افغانستان کې ترهګري ده،  نو که نړۍ هغه له ما غواړي، زه هغه وړاندې کړم. پاکستان له دې موقع چې امریکا ورته د دې په مقابل کې پیسې ورکوي، امریکا خپلې هغه موخې  مخې ته وړي چې په افغانستان یو بې ثباته نظام واوسي. قوي نظام منځته رانشي او ډیورنډ د کرښې غوښتنه او د خاردار سیم له منځه وړلو غوښتنه دا له منځه ولاړه شي او افغانان هېڅکله له لاسه ورکړل شوې خاوره مساله راپورته نه کړي.»

ځېنې نور بیا په دې اند دي چې د پاکستان حکومت په دې هڅه کې دی څو داعش او ټي.ټي.پي سره ورته وسله والې ډلې معرفي او له دې لارې ځان د دې ډلو قرباني معرفي کړي ترڅو په دې اړه ځان ته په نړیواله کچه لابي وکړي او د تېر په څېر امتیاز ترلاسه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان ورته څرګندونې کوي له وړاندې هم د یاد هېواد ګڼو چارواکو ورته ادعاوې کړي هغه څه چې سرپرست حکومت په کلکه رد کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist