Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ندیم: د نجونو زده کړو په اړه پرېکړه لاهم نه ده وروستۍ شوې

ندیم: د نجونو زده کړو په اړه پرېکړه لاهم نه ده وروستۍ شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/26

د ولس له پرله پسې غوښتنو سربېره، سرپرست حکومت په تېرو درېيو کلونو کې نه دی بریالی شوی، چې له شپږم ټولګي پورته د زده ‌کوونکو نجونو پر مخ د ښوونځيو او له دوولسم ټولګي فارغو نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

د تېر یوه کال لاسته راوړنو د تشرېح پرمهال د لوړو زده ‌کړو وزارت سرپرست وايي، د نجونو د تعليم او تحصيل په برخه کې ستونزې لاهم په بشپړه توګه نه دي حل شوې او له همدې کبله له شپږم ټولګي پورته ټولګيو او پوهنتونونو کې د دوی زده ‌کړې معطل دي.

مولوي ندا محمد ندیم وايي، د ستونزو موندلو او حل کولو لپاره لاهم څېړنې روانې دي او له همدې امله به تر امرثاني پورې د نجونو زده کړې محدودې وي.

هغه زیاتوي:« زموږ لنډ ځواب دا دی، لکه څرنګه چې د نجونو تعلیم تر امر ثاني پورې معطل دی، په دې اړه پوښتنې هم تر امر ثاني پورې معطل دي. ځکه له موږ سره د هغه ځواب نه شته دی، چې خلک یې غواړي. موږ اوس هم له ستونزو سره مخ یو، تاسو په دې اړه د اسلامي امارت وضعیت وینئ، هغوی ډېری تمرکز په همدې مساله کړی دی.»

ندیم وايي، د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه اړوند مراجعو ته استول شوي، چې په خبره یې  په یادو نصابونو کې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او ۷ د ډوکتورا اړوند نصابونه شامل دي.

 د نديم په خبره، د اسلامي امارت مشرتابه د لوړو زده کړو وزارت ته جدي پاملرنه کړې او په بوديجه کې د کافي تخصيص له ورکړې سره د ټولو پوهنتونو ستونزې په خپل وخت سره حل کېږي.

ندیم زیاتوي: «که پوهنتون دی، که مکتب دی، که مدرسه او جامعه ده؛ دا ټول د اسلامي امارت دي او ټولو ته یوشان توجه کېږي.»

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس سردار ولي صالحي بیا د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او سمون خبره کوي او وايي، ټولټال ۱۳۱ تحصیلي نصابونه له بیا کتنې وروسته نهايي شوي دي.

صالحي وايي:« د نصاب د ملي کمېسیون د مسلکي کمېټو او ټولو پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو له اړوند استادانو او مسوولیت لرونکو ادارو او وزارتونو له متخصصانو څخه تشکیل شویو کلسټرونو په وسیله د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، په ټولیزه توګه ۱۳۱ تحصیلي نصابونه نهايي او د اسلامي امارت مشرتابه ته د منظورۍ لپاره استول شوي دي. په دې کې ۸۹ د لیسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او ۷ هغه د ډوکتورا د پروګرامونو نصابونه شامل دي.»  

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي تېر یو کال له لاسته راوړنو ډک بولي او زیاتوي، چې تېر کال دولتي پوهنتونونو په ۱۳ نورو پوهنځیو کې د ډوکتورا ۱۱ او د ماسټرۍ ۱۶ پروګرامونه پیل شوي او دغه راز په خصوصي پوهنتونونو کې هم د ماسټرۍ ۱۰ پروګرامونه رامنځته شوي دي.

د دوی په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې لسګونه مسلکي استادان بهر ته وتلي او ترې غوښتنه کوي، چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

ندیم وايي:« موږ اوس هم له ستونزو سره مخ یو. هغه هېوادونه، چې له موږ سره ښې اړیکې او د افغانستان پرمختګ نه غواړي، ځینو استادانو ته بلنې ورکوي،ترڅو له افغانستانه یې وباسي. موږ په خپل ټول توان هڅه کوو، چې استادان له ځانه سره وساتو.»

د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د افغانستان په پوهنتونونو کې د بهرنیو استادانو د ګومارنې خبر ورکوي او وايي، پر ګومارل شویو استادانو سربېره به له اسلامي هېوادونو څخه نور استادان هم وګومارل شي.

هاشمي زیاتوي:« په افغان نړیوال پوهنتون کې د ځوان نسل د مسلکي روزنې په موخه له مصر، ترکیې، ایران او نورو اسلامي هېوادونو څخه ۱۱ تنه مسلکي استادان ګومارل شوي او له اسلامي هېوادونو به د نورو استادانو د ګومارنې لړۍ ادامه لري.»

د لوړو زده کړو وزارت چارواکی وایي، په بهرنیو هېوادونو کې په لوړو زده کړو بوخت ۲ زره ۲۱۲ تنه محصلین بېرته افغانستان ته راستانه او اسناد یې ارزول شوي دي.

د لوړو زده ‌کړو وزارت د شمېرو له مخې، اوس مهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره، ۹۹۱ تنه محصلین پر زده‌ کړو بوخت دي، په داسې حال کې چې  تېر کال ۵۱ زره ۹۵۰ تنه محصلین فارغ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist