Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/14

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، د پوهنتون څه باندې۳۵۰ تنو استادانو په تېرو درېيو کلونو کې خپلې دندې پرېښي او له هېواده وتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو نورو سرچينو  بیا له هېواده د وتلو استادانو شمېر له دې ډېر لوړ ښودلی.

د پوهنتون پخوانی  استاد ډاکټر نېک محمد همدرد  وايي: « مهمه خبره دا ده چې په دې څو کالو کې ډېری استادان له پوهنتونو منفک شول، اسلامي امارت باید په دې فکر وکړي او هغه استادان چې اوسمهال په پوهنتونو کې پاتې دي، باید له دندو یې لرې نه کړي. باید له دغو  استادانو سره ښه چلند وشي ترڅو د داخلي استادانو زړه وګټي او هغه خارجي استادان هم ښه پیغام ترلاسه او بېرته راشي.»

اوس د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پرهغو استادانو چې د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره بهر ته تللي غږ کوي چې بېرته هېواد ته را ستانه شي.

شیخ ندا محمد ندیم د کابل پولتخنيک له پوهنتون د انجنيرانو په فراغت غونډه کې د خبرو پرمهال ویلي، يادو استادانو د بيت‌المال پر پيسو زده کړې کړې دي.

هغه زیاته کړې:« د جمهوریت په وخت کې زموږ ځینې استادان په بورسونو د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره بهر ته تللي. موږ هر کال لسګونه میلیونه افغانۍ د دوی لګښتونه ورکوو، د دوی خرچه، د پوهنتون فیس او نور لګښتونه. چې کله فارغ شي بعضې بعضې یې افغانستان ته راشي، له خپل تعهد ځان خلاص کړي او یوه میاشت وروسته بېرته لاړ شي او وتښتي. آیا دا د افغانستان له خلکو سره همکاري ده او اخلاص دی؟ ته خو د افغانستان د دې مظلوم ملت په بودیجه تللی وې، له تاسره همکاري وشوه او هر ډول مشکلات دې حل شول، خو اوس چې ماسټر شوې یا ډاکټر شوې، د افغانستان پر تا حق دی چې بچیانو ته یې څه ووايې، آیا تاته کومه ستونزه پېښه ده؟»

خو د پوهنتون یو شمېر استادان له هېواده د وتلو لپاره بېلابېل لاملونه يادوي.

د کابل پوهنتون استاد فېض محمد ځلاند وايي: « د نجونو د زده کړو بندېدلو هم د استادانو په تېښته یا وتلو باندې منفي اغېز وکړ؛ ځکه اکثریت دغو استادانو خپلې لوڼې په مکتبونو او پوهنتونونو کې لرلې او زده کړې یې کولې. کله چې ښوونځي او پوهنځي بند شول، استادانو د دې لپاره چې لوڼې یې وکولی شي درس ووايي، له خپلو لوڼو سره ووتل.»         

د مالوماتو له مخې، له کابل پوهنتونه ډېری وتلي استادان یا ماسټران وو او یا یې د دکتورا تر کچې زده کړې کړې وې. 

له دغو استادانو ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو او دغه راز یوه وړه برخه یې پاکستان، ایران، ترکیې  او هند ته تللې دي.

د دې استادانو نه شتوالي د محصلانو په وينا د لوړو زده کړو پر کيفيت ناوړه اغېز کړی.

زده کړیال رضوان الله  محمدي وايي: « که چېرې دا استادان بېرته خپل هېواد ته را نه شي، حتمن به د وطن پر تعلیم او بچیانو منفي اغېز کوي.»

خو د پوهنتون استادان وايي، د لوړو زده کړو وزارت ته په کار ده چې له هېواد د وتلو استادانو تشه په وړ او مسلکي استادانو ډکه کړي.

د پوهنتون استاد محمد اسلم دانشمل وايي: « که دوی بیمه شي او استفاده ترې وشي، نو هغه خلا به ډکه شي چې اوسمهال موجوده ده.»

د لوړو زده کړو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، هغه استادان چې د ماسټرۍ او دوکتور لپاره بهر ته تللي وو، ډېری یې بېرته هېواد ته راستانه هم شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist