Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نجیب الله حقاني: هېواد کې لاهم مخابراتي خدمتونه معیاري نه دي

نجیب الله حقاني: هېواد کې لاهم مخابراتي خدمتونه معیاري نه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/26

روشن لومړنی مخابراتي شرکت شو چې د خپلو ټولو پېرودونکو د سیمکارټونو د ثبت لړۍ یې بشپړه کړه.

د یاد شرکت استازی وایي، که څه هم دا چاره په لومړیو کې ستونزمنه وه، خو دوی وتوانېدل چې د خپلو ټولو پېرودونکیو سیمکارټونه په بشپړ ډول ثبت او راجسټر کړي.

د روشن مخابراتي شرکت استازی په دې اړه وايي: « ډېر خوښ یم چې نن په یوه داسې ویاړمنه ناسته کې ګډون کوم چې نه یوازې د روشن بلکې د ټول مخابراتي سکټور لپاره لاسته راوړنه ده. دا هغه لاسته راوړنه ده چې افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د قانونمندۍ، روڼتیا او نظم لپاره یو حیاتي ګام دی. »

بله خوا، د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت سرپرست که څه هم د مخابراتي شرکتونو له لوري د سيمکارټونو ثبتولو لړۍ ستايي، خو اعتراف کوي چې لاهم په هېواد کې مخابراتي خدمتونو معياري شوي نه دي.

د نجیب الله حقاني په خبره، ياد شرکتونه دې یوازې د سیمکارټونو پر ثبت بسنه نه ‌کوي بلکې د مخابراتي خدمتونو د معیاري کولو لپاره دې هم جدي هڅې وکړي.

حقاني په دې اړه وايي: « یوازې دا یوه خبره کفایت نه کوي چې موږ د سیمکارټ ثبت ته ژمن پاتې یو. موږ باید د دې ترڅنګ لرې پرتو سیمو ته هم ورسېږو. نور خلک لاړل ۵ جي[پنځم نسل] ۶ جي باندې لګیا دي فکر کوي، خو زموږ خلک لاهم د ۲ جي له خدماتو محروم دي. نورو په دې اړه ډېر پرمختګونه کړي، خو موږ لاهم کمزوري خدمات لرو.»                  

حقاني همدا راز له نورو مخابراتي شرکتونو هم وغوښتل چې د خپلو پېرودونکو د سیمکارټونو ثبت او راجسټر ته د توجه ترڅنګ دې له دغه وزارت سره د کیفيت لوړولو په اړه خپلو ټولو کړو ژمنو ته پابند پاتې شي او له هر ډول سرغړونې دې ډډه وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت سرپرست په دې اړه وايي: « د جعل کارۍ مخه نیول شوې، د ملي احصایې له محترم ریاست سره تفاهم نامه لرو او د دې تفاهم نامې پر اساس د هر هغه چا تذکره تایید کېږي چې سیمکارټ ترلاسه کوي او که تایید نه شي، نه شي کولی تذکره ترلاسه کړي.»   

که څه هم د روشن مخابراتي شرکت مسوولین د خپلو ټولو پېرودونکو د شمېر په اړه له جزییاتو ورکولو ډډه کوي، خو وایي، د ۲۰۲۲زېږدیز کال په مارچ میاشت کې یې د خپلو پېرودونکو د سیمکارټونو د ثبت او راجستر لړۍ پیل کړې وه او اوس دا لړۍ په بشپړ ډول پای ته رسېدلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist