Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو: که طالبان ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي، په رسمیت یې نه پېژنو

admin by admin
2021/08/23

د ناټو غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه  ځانګړې ناسته کې ویلي، د طالبانو راتلونکی حکومت به تر هغې په رسیمت و نه پیژني،ترڅ له القاعدې او داعش ډلو سره یې اړیکې نه وي پرې کړي.

دوی ویلي، طالبان باید د ښځو او بشر حقونو درناوی وکړي او افغانستان کې خلکو ته د وتلو لار ورکړي.

د یاد سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي غړو هېوادونو دا پریکړه د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې یو ځل بیا تازه کړې ده.

سټولټنبرګ زیاته کړه:«ناټو یو هېواد نه دی،چې کوم هېواد په رسیمت وپیژني،بلکې دا کار د ناټو غړو هېوادونو له خوا ترسره کېږي. که د افغانستان راتلونکی حکومت پر خپلو هغو نړیوالو ژمنو عمل ونه کړي،چې له  امریکا سره یې د تړون پر مهال کړې وې، په رسیمت به ونه پیژندل شي.»

سټولټنبرګ چې له غونډې وروسته له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، دا چې پاکستان د افغانستان نږدې ګاونډي دی او له طالبانو سره هم اړیکې لري، نو د نوي حکومت په رسیمت پیژندلو کې یې ونډه هم د پام وړ ده.

هغه وویل،که افغانستان کې با ثباته حکومت رامنځته شي،د پاکستان په ګډون د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

سټولټنبرګ زیاته کړې:«زه فکر کوم،چې پاکستان یو خاص مسوولیت لري،تر څو افغانستان خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې کړي او یاد هېواد بیا د ترهګرو پر ځالې بدلیدو ته پرینږدي. یو باثباته افغانستان یوازې د پاکستان نه بلکې د ټولو هېوادونو پر ګټه دی.»

سټولټنبرګ د امریکا، بریټانیا او ترکیې په ګډون له ټولو هغو ناټو غړو هېوادونو مننه وکړه،چې کابل کې یې دخلکو په خوندي اېستلو کې ونډه اوخېستې ده.

هغه وویل،په ځانګړې غونډه کې ټینګار وشو،چې امریکا دې د اګست له پای وروسته هم کابل کې پاتې شي،تر څو نور خلک هم وژغوري.

هغه زیاتوي:« افغانستان کې د امریکا پاتې کېدو وروستۍ نېټه د اګست میاشتې یودېرشمه نېټه ده. د ناټو ځینو غړو په دې موضوع بحث وکړ او ټینګار یې وکړ،چې د ډېرو خلکو ژغورلو لپاره د یادې نیټې غځیدل اړین دي.»

ناټو داسې مهال د طالبانو د رسیمت پیژندنې په اړه خبرې کوي،چې طالبان وایي په افغانستان کې د یوه داسې ټول شموله حکومت رامنځته کول،غواړي،چې ټولو ته د منلو وړ وي او نورو هېوادونو ته ترې ګواښ پېښ نه شي.

دوی وایي نورو ته ګواښ نه پېښوي،خو په وینا یې نړۍ هم باید د دوی اسلامي اصولو ته درناوی وکړي.

v

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist