Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو: له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوو. 

admin by admin
2021/06/02

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو سره له ناستې وړاندې ويلي، دوی له وړاندې نه غوښتل افغانستان کې پاتې شي.

سټولټنبرګ د افغانستان امنيتي وضعيت ګواښونکی بللی  او په وینا یې افغانستان کې پاتې کېدل او وتل یې دواړه ګواښونه له ځانه سره لري.

هغه ويلي، پرېکړه يې کړې،چې په څو اونيو کې خپل پوځي شتون پايته ورسوي.

سټولټنبرګ زیاته کړه:« لکه څرنګه،چې موږ خپل پوځي ماموريت پایته رسوو، له افغانستان سره له نورو لارو خپلې مرستې زياتوو. موږ لومړی افغانستان کې خپل ملکي شتون ته دوام ورکوو، ترڅو افغان امنيتي ادارو ته مشورې ورکړو او په ظرفيت جوړونه يې کار وکړو. موږ به د افغان امنيتي ځواکو مالي ملاتړ برابر کړو.»

په کور دننه د پوځي چارو یو شمېر شنونکي بیا  په دې باور دي، چې افغان ځواکونه د ناټو او نړیوالو له مرستو پرته له ترهګرۍ سره په اسانۍ مبارزه نه شي کولائ او بايد ملاتړ يې وشي.

سټولټنبرګ وايي، د افغان امنيتي ځواکونو له زړورتیا او پياوړتيا متاثر شوی او دوی اوس د خپل هېواد مسووليت پر غاړه لري، چې امنيت يې خوندي کړي.

 هغه زیاته کړه:«  زه د افغان امنيتي ځواکونو له پياوړتيا او زړورتيا متأثر شوی يم، په دې پوهېږم، چې ګواښونه شته، خو دا هغه څه دي،چې موږ د دوی ملاتړ ته  دوام ورکوو.»

ناټو سازمان دا خبرې داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې راتلونکو دوه اونیو کې د بګرام هوايي اډه هم  افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist