Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو روانه اوونۍ د افغانستان په تړاو مهمه ناسته کوي

admin by admin
2020/06/16

ناټو کې د امریکا دایمي استازې ویلي، اوس مهال یو ستر فرصت برابر شوی چې د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي.

د دې ناستې د جزییاتو مهم ټکي نه دي روښانه شوي خو تحلیل دا دی چې په دې ناسته کې به ناټو د طالبانو او امریکایانو تر منځ هوکړې ته په کتو نوي تصامیم ونیسي.

داسې ښکاري چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ شوې هوکړه په افغانستان کې د بلې څپې اوښتو ته زمینه سازۍي کوي

ناټو روان وضعیت او رامنځته کېدونکي تحول ته په کتو روانه اوونۍ د افغانستان په تړاو مهمه ناسته کوي.

ناټو کې د امریکا دایمي استازې، کی بیلي هاچېسون وايي، (( د ناټو غړي هیوادونه او دفاع وزیران به روانه اونۍ یوه مهمه ناسته وکړي چې په پکې به په افغانستان کې د کووېډ۱۹ پر وړاندې د مبارزې پر مسایلو او په دې هیواد کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په تړاو خبرې وکړي))

په ناټو کې د امریکا دایمي استازې د ناستې زیات جزیات نه دي خپاره کړي خو دا یې ویلي چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای وخت را رسېدلی.

د ناټو غړي دفاع وزیران به همدا راز په افغانستان کې داسې مهال د غوڅ ملاتړ ماموریت په اړه خبرې وکړي چې په دې هیواد کې اوس مهال یو ستر فرصت برابر شوی چې اوږدمهالې سولې ته لار هوارولی شي.

 ((موږ پوهیږو چې افغانان ددې غوښتنه کوي او حق لري چې نور دغه جګړه ختمه شي))

تحلیل دا دی چې د ناټو په دې غونډه کې به غوڅ ملاتړ ماموریت پوځیانو ته د وتلو نوی مهالویش او وتو لارې چارې ولټول شي.

ناټو له افغانستان حکومت سره د شوي تړون له مخې مکلفه وه چې تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو روزنې ، تجهیز او هوايي ځواک په برخه کې مرسته کړې وای.

خو د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې مجبور دي چې په څوارلسو میاشتو کې له افغانستان څخه ووځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist