Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو د افغانستان روان وضعیت په اړه نن بېړنۍ ناسته کوي

admin by admin
2021/10/21

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خپله وروستۍ خبري ناسته کې وویل، د افغانستان په تړاو ناسته کې به د ترهګرۍ پر ګواښونو او همدا راز د بشري حقونو له پامه غورځېدو په اړه خبرې وکړي.

سټولټنبرګ زیاته کړې:« سبا به موږ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړو. موږ غواړو ځان پر دې ډاډه کړو، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټن ځای بدل نه شي. د ناټو غړي هېوادونه دا وړتیا لري، چې د ترهګرۍ د ګواښونو پر ضد له لرې ځایونو بریدونه وکړي. موږ ته طالبان د دې ځواب ویوونکي دي، چې باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او بشري حقونو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.»

سټولټنبرګ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له افغانستانه د وتلو پرېکړه سخته وه، خو پاتې کیدل، تر دې هم ځکه ګران و، چې ښايي ډېر نور پوځیان ورغلي وای او ډېره نوره وینه توی شوې وای.

سټولټنبرګ زیاتوي:«موږ مخکې ډېر سخت تصمیم ونیوه، چې په افغانستان کې مو خپل نظامي ماموریت پای ته ورسوه. خو کله چې موږ خپل ماموریت پای ته رسوه، دې ته متوجه وو، چې ښايي طالبان راشي او یو ځل بیا د ترهګرۍ ګواښ پیښ شي. خو که پاتې شوي وای باید نور پوځیان موږ د ترهګرۍ ځپلو لپاره استولي وای،.نوره جګړه شوې وای او لا زیاته وینه توئیدله . نو موږ ځکه پر ګډه دا تصمیم ونیوه، چې له افغانستانه ووځو.»

د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ، چې اوس لا له خپلو تېرو کړنو څخه د زدکړې په پروسه کې دي، خو تر اخره به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له خپلو ۲۰ کلنو لاس ته راوړنو دفاع کوي.

سټولټنبرګ وايي:«اوس ډېر وختي دی، چې د پایلو په اړه خبره وشي. خو موږ دا زده کړل، چې نور به د ترهګرۍ ځپلو لپاره چېرته ځواکونه نه استو. موږ په تېرو شلو کلونو کې دا مبارزه کړې، چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه شي او موږ به له دغو لاس ته راوړنو دفاع کوو. زموږ اصلي موخه دا وه، چې هلته ترهګر نه اوسي او دغه موخه مو بشپړه کړې ده.»

ناټو وايي، دا تصور یې درلود، چې ښايي طالبان بېرته واکمن شي، خو دا یې نه ګڼله چې دومره ژر دې هرڅه بدلون ومومي.

ناټو سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان کې ټولو اقشارو ته په یو ډول حقوق نه ورکول کېږي او دا هغه څه دي، چې نړیواله ټولنه یې له طالبانو غوښتوونکې ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist