Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو: د افغانستان اوسنی حالت ننګوونکی دی.

admin by admin
2021/06/01

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان په اړه پر مهمو مسایلو خبرې کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي، دې غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت، د سولې پر هڅو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان پوځ پر ملاتړ او په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په اړه بحثونه کېږي.

سټولټنبرګ ویلي، افغانستان کې به د ناټو ملکي ماموریت دوام کوي او هڅه کوي، له دغه هېواد سره د ظرفیت جوړونې او پرمختګ په برخه کې همکارۍ ډېرې شي.

ټاکل شوې ده، چې په دغه غونډه کې نن د شااوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډون وکړي.

پرون د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ منلې ده، چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت سخت او ننګوونکی دی، خو له دې هېواده یې د پوځیانو د اېستلو پرېکړه پر ځای بللې.

سټولټنبرګ بروکسل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، له افغانستانه د پوځیانو اېستل خطرونه لري، خو د پوځیانو پرېښودل هم د ستونزې حل نه دی.

هغه افغانستان کې د ناټو پوځیانو پاتې کېدل د جګړې د دوام او د لا ډېرو قربانیو په معنا بللي، خو په ورته وخت کې یې دا هم ویلي، افغان ځواکونه د بهرنیانو له ملاتړ پرته دا وړتیا لري، چې خپله خاوره وساتي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist