ناټو وايي، امریکا او ناټو په افغانستان کې تر بل هر وخت د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د اسټرالیا د سډني په یو انسټیټیوټ کې ویلي، د ناټو متحدین په افغانستان کې سولې ته نږدي شوي، خو نه شي ویلی چې کله به هوکړې ته ورسېږي.
سټولټنبرګ زیاته کړې چې د هوکړې په تړاو ځکه څه نه شي ویلی چې مذاکرات سخت دي.
هغه همدا راز ویلي چې افغانستان ته د ناټو د تګ موخه دا وه چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره په یو خوندي ځای بدل نه شي.











