Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناصري: په سویل ختیځ زون کې پر زرګونه کسانو مرستې وېشل شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/26

د سویل ختیځ زون د سرې میاشتې مشر الیاس خیل ناصري وایي، تر دا مهاله یې اړوند شپږو ولایتونو کې د بېلابېلو هېوادونو شوې مرسته پر زرګونه کورنیو ویشلې ده. 

ناصري وايي،د المان مرستې ویشل شوي، د ترکیې د بشري مرستو ویش روان دی او نږدې راتلونکې کې به د یو شمیر نورو هېوادونو مرستې هم را ورسیږي. 

ناصري زیاته کړه:« دغه مرسته کوونکي چې له موږ سره یې ژمنې کړي،څه توکې یې را رسیدلي او څه پر لاره دي.د چین اوړه را رسیدلي،اوس مشران د ولایتونو په تقسیم مصروف دي او قطر هم ژمنه کړې ده.» 

تازه د سرې میاشتې له لوري د ترکیې هېواد بشري مرسته لوګر او پکتیا کې پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو وویشل شوه او نږدې ورځو کې به یې خوست کې هم د ویش بهیر پیل شي. 

سویل ختیځ زون کې د ترکیې استازی رفیع مومند وايي:« خوست ولایت کې هم د ترکیې هېواد بشري مرستې د سرې میاشتې له لوري پر درې سوه کورنیو ویشل کیږي،چې نږدې ورځو کې به یې د ویش بهیر پیل شي.» 

د اړمنو کورنیو غړي،چې د پکتیا لرې پرتو سیمو کې اوسیږي،د بشري مرستو ترلاسه کولو ته خوشاله دي،خو له اسلامي امارته او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د کار موندنې غوښتنه کوي.

د پکتیا یو تن اوسیدونکی وايي:«دا مرستې زموږ دایمي درد نه شي دوا کولی. له اسلامي امارته،اسلامي او نورو هېوادونو غواړو،چې موږ ته کار پیدا کړي،ترڅو پر ځان بسیا شو.»

د پکیتا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«موږ ته که دې کار زمینه برابره شي. ترکیې ته هم ځو،غریب خلک یو،کار روزګار نه لرو. موږ به مننه ترې وکړو،چې څوک راته کار پیدا کړي.» 

د سویل ختیځ زون د سرې میاشتې مسئولین وایي،د اړمنو کورنیو په پیژندلو کې له پوره دقت کار اخلي او له همدې امله ډېری هېوادونه غواړي،چې د دوی له لارې بشري مرستې وویشي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist