Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ناصري: د هېواد په ټولو زندانونو کې د مسلکي زده کړو انسټیټیوټونه جوړېږي

ناصري: د هېواد په ټولو زندانونو کې د مسلکي زده کړو انسټیټیوټونه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/22

د ننګرهار مرکزي  زندان له  دیني مدرسې او حرفوي زده کړو له مرکز ۱۱۰ تنه طالب العلمان او ۳۴ تنه د حرفوي زده کړو له روزنیزې دورې فارغ شول.

د یادې ادارې مسوولین وايي، فارغ شویو طالب العلمانو د قرانکریم د حفظ، تجوید، ناظرې او له حرفوي زده کړو فارغانو بیا د لمریز برېښنا(سولر) د ترمیم او خیاطۍ په برخه کې زده کړې ترلاسه کړې.

د ننګرهار مرکزي زندان رییس مولوي سهیل سعید وايي: « په حرفوي زده کړو کې خیاطي ده او دغه راز د سولر سیسټم زده کړې شاملې دي او همدرانګه د قرانکریم د حفظ او ناظرې له درسونو فارغ شوي. دا هغه کسان دي چې په زندان کې د اصلاح ښکاره علایم په کې ښکاري.»

د فراغت په دغو مراسمو کې د زندانونو چارو سمون ادارې مسوولینو وويل، د زندانیانو د ښې روزنې په موخه، په نږدې راتلونکي کې د هېواد  په ټولو زندانونو کې د مسلکي زده کړو انسټیټیوټونه جوړېږي.د زندانو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې رییس نظر محمد ناصري وايي: « نږدې راتلونکي کې به د ملکي او تخنیکي زده کړو لویه اداره چې مخکې یې دلته مدیر خبرې وکړې، د دوی په همکارۍ به په ټولو زندانونو کې منظم انسټیټیوټونه جوړ شي. هغه بندیان چې له نهم تر دوولسم ټولګي زده کړې ولري، موږ به دوی ته مسلکي او نظامي زده کړې ورکړو.»

د یادې ادارې مسوولینو زیاته کړې، نه یوازې زندانیانو ته به زده کړې ورکول کېږي بلکې هغوی چې د بند په موده کې يې زده کړې وکړي، د بند په موده کې به تخفیف هم ورکول کېږي.

 د دوی په خبره، هڅه کېږي چې ټول زندانونه د زده کړې په مرکزونو بدل شي.

د زندانونو د سمون ادارې مرستیال حبیب الله بدر وايي: « کوشش مو دادی چې زندان د مکتب او مدرسې ځای جوړ کړو، نه د وهلو او ټکولو. په خدای مې دې قسم وي چې زما نه لوریږي د افغانستان یو بچی دې هم په زندان کې وي. الله تعالی دې داسې ورځ راولي چې د زندانو دروازې وتړل شي او تشکیل یې ختم شي.»

د مسوولینو د مالوماتو له مخې، اوسمهال د افغانستان په ټولو زندانونو کې ۹۶ دینې مدرسې فعالې دي چې زندانیانو ته په کې دیني زده کړې ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist