Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناروې کې د اسلامي امارت پلاوي درې ورځني مذاکرات پيل کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/23

د ناروې پلازمینه اوسلو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي پۍ مشري پلاوی ناروې کې د اروپایي هېوادونو له استازو سره پر مذاکراتو بوخت دی.

په دې خبرو کې امریکایان او د عربي هېوادونو استازي هم شامل دي.

تر اوسه پورې د خبرو اجنډا روښانه نه ده،خو باور کېږي،چې  د افغا پلاوي او بهرنیو ترمنځ به روان مذاکرات افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت پرسر وي.

د خبرو بل محور په ناروې کې افغانان دي،چې لا مالومه نه ده، ایا د اسلامي امارت  مخالف جهت او که عام افغانان چې له کلونو راهیسي ناروې کې کډوال دي.

د خلاصونو لارې شورا مشر سیداکبر اغا وايي:« فکر کوم،هغه افغانان،چې د باندې دي هغه دوه ډوله دي، یو مخالف لوری دی او بل هغه افغانان چې په مخالفت کې نه دي ښکیل د هېواد د باندې دي. دوی ښه مشوره ورکولای شي،خو ډېر مشهور خلک به نه وي.» 

ناورې د اسلامي امارت او پخوانیو سیاسي مشرانو ترمنخ خبرو ته له پخوا لېواله وه،چې د افغانستان د کړکېچ حل په برخه کې رول ولوبوي.

دا لېوالتیا هغه وخت زیاته وه،کله چې  د اسلامي امارت او محمد اشرف غني حکومت ترمنځ دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې وې.

کارپوهان وایي، سره له دې چې اسلامي امارت بدلون نه کوي،خو دا به یوه معجزه اوسي چې دوی ناروې کې د نړیوالو لید لوری د ځان پر وړاندې رامات کړي.

 کارپوه   طارق فرهادي وايي:« هغه څه،چې موږ پرې پوهیږو،طالبان بدلون نه کوي،بلکې هغوی چې ناورې ته تللي دي، غواړي نور بدل کړي. هېله لرو،چې یوه معجزه شي،هغه افغانان چې منځ کې پاتې دي یو څه وشي.» 

د ناروې په اړه باور دا ده،چې د بحرانو د حل په برخه کې ښه تجربه لري.

سره له دې،چې جګړه پای ته رسېدلې،خو بشري ناورین د اسلامي امارت حکومت پر وړاندې جدي ننګونه ده.

طالبان هڅه کوي، نړیوالو ته قناعت ورکړي.

ټول ګډونه حکومت،بشري حقونه، د ښځو حقوق او دې ته ورته یو شمېر غوښتنې د نړیوالو دي،چې د اسلامي امارت حکومت رسمیت پېژندنې لپاره شرطونه دي.

کارپوهان وایي،د دې غوښتنو نه پوره کېدو په صورت کې د اوسلو مذاکرات مثبته پایله نه شي لرلی.

شنونکی  ویس ناصري وايي:« دا خبرې هغه وخت بریالۍ دي،چې  طالبان خپل لیدلوری بدل کړي،داسې حکومت جوړ کړي چې د قواوو تفکیک په کې اوسي. ټول لوري په کې وي، د ښځو حقوق، سیاسي لورو ګدون، له دې پرته مذاکرات اغیز نه لري.» 

اوس به ولیدل شي،چې اروپا ته د اسلامي امارت پلاوي لومړنی سفر به څه پایله ولري.

خو هغه څه،چې اوس روښانه دي،هغه دادي،چې د اسلامي امارت حکومت به د اوس لپاره په رسمیت نه منل کېږي ولې دې ډول مذاکراتو هېله بیا داده،چې دې کار سره په راتلونکې کې مرسته کولای شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist