Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ناتسیوس: د امریکا ۸۵ سلنه مرستې تر افغانستان نه رسېدې

ناتسیوس: د امریکا ۸۵ سلنه مرستې تر افغانستان نه رسېدې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/13

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې(یو.اېس.اې.آی.ډي) پخواني مشر اندرو ناتسیوس د دې هېواد په سنا جرګه کې د افغان جګړې څېړلو کمیسیون استماعیه غونډې ته ویلي، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور پرمهال د دې هېواد ۸۵ سلنه مرستې افغانستان ته نه دي رسېدلې.

اندرو ناتسیوس د امریکايي سناتورانو دغې جرګه ګۍ ته ویلي، د دغو مرستو ډېره برخه قراردادیانو ته ورکول کېدې.

د ده په خبره، د امریکا پوځ او د افغانستان حکومت داسې ګڼله چې پرمختګ یوازې په ودانیزو پروژو کې دی په داسې حال کې چې دا ناسمه محاسبه وه.

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې پخواني مشر دغه راز ویلي، د افغانستان د جمهوري نظام د کابینې ۷۵ سلنه غړي وړ کسان نه وو او د وزارتونو د رهبرۍ  وړتیا یې نه درلوده.

هغه زیاته کړې:« د امریکا د حکومت یوه وزیر راته ویلي چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو۸۵ سلنه هېڅکله افغانستان ته نه دي رسېدلې او د دغو مرستو زیاته برخه قراردادیانو ته ورکول کېده. د امریکا پوځ او د افغانستان حکومت یوازې په ودانیزو پروژو کې پرمختګ لیده. په داسې حال کې چې پراختیا د بنسټونو په جوړونه او ځواکمنتیا کې ده.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دوی په تېرو دوو لسیزو کې میلیاردونه ډالر د پراختیايي پروژو پلي کولو، ښې حکومتولۍ او له افغانستان سره د بشري مرستو په نوم راوړل؛ خو له بده مرغه دغه پیسې د تېر حکومت د لوړ پوړو چارواکو او دغه راز د هغو قراردادیانو له خوا چې د دې پروژو په عملي کولو کې یې د انجیو ګانو او شرکتونو د مالکانو په توګه کار کاوه، د هغوی له خوا حیف او میل او درغلي په کې وشوه.»

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا او نورو هېوادونو له لوري له افغانستان سره ۸۰ سلنه شوې مرستې خپله بهرنیانو بېرته ځان سره وړې دي او ۲۰ سلنه یې د هغوی متحدینو او همغږو ته ورپاتې شوې.

د دوی په خبره، په دغو پاتې پيسو په هېواد کې هېڅ بنسټیزه پروژه نه ده پلې شوې.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « په تېرو ۲۰ کالو کې ملي او نړیوال غله سره یوځای شوي وو او د افغانستان په نوم یې ۳ ټرېلیونه ډالره غلا کړل. په دې کې ۸۰ سلنه امریکایانو او د هغوی نورو لوېدیځو ملګرو ونډه لرله او ۲۰ سلنه ونډه هم د داخلي غلو وه. افغانستان کې د بېوزلۍ ترکچې لاندې د خلکو ژوند د دغو غلاوو ښکارندويي کوي. که چېرې هغوی دغه پيسې واقعا ً په افغانستان کې مصرف کړې وای، موږ به نن د فابریکو او برېښنا بندونو خاوندان وو او خلکو به مو په دې ډول بد اقتصادي حالت کې ځای نه درلود.»

ځینې نور بیا وايي، د امریکا مرستې په افغانستان کې د پروژو د تطبیق لپاره څو ځله لاس په لاس کېدې چې له امله یې په افغانستان هېڅ ډول پرمختګ نه دی رامنځته شوی او د فقر کچه یې نوره هم لوړه کړه.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا پیسې په څو لاسه وېشل شویو پروژو او څو لاسه ګټو ته تسلیم کېدلې. په پای کې به افغانانو ته دومره پیسې رسېدلې چې هېڅ کار پرې نه کېده. همدا دلیل دی چې په څو لسیزو کې افغانستان له فقر، غربت او بېچارګۍ څخه خلاص نه شو.»

د امریکا پر مشرۍ بهرنیو ځواکونو دوې لسیزې په افغانستان کې پوځي حضور درلود او د افغانستان د بیارغونې په نوم یې میلیاردونه ډالر ولګول.

د کتوونکو په اند، دغه مرستې بهرنیانو د خپلو افغان همکارانو سره په همکارۍ ولوټلې او د افغانستان هېڅ درد پرې درمل نه شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist