Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مېلر: امریکا ژمنه ده چې له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې عمل وکړي

admin by admin
2020/12/13

افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د وتو او  پاتې کېدو په تړاو ضد او نقیض نظریات موجود دي، خو په کابل کې د امریکا او ناټو پوځي مشر وايي، طالبانو سره هوکړې ته ژمن دی او د هوکړې په اساس به عمل کوي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وایي، ((موږ به شرایطو ته په کتو سره سرتیري له افغانستان څخه وباسو ځکه دلته د سیاسي بهیر او ترهګرۍ سره د مبارزې موضوع مطرح ده. موږ د هوکړې عملي کولو ته ژمن یو او افغانستان باید په داسې حالت کې پرېږدو چې با ثباته وي، امن وي او داسې حالت کې وي چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.))

د طالبانو او امریکایانو تر منځ هوکړه کې ژمنه شوې چې امریکا به په څوارلسو میاشتو کې خپل او د ناټو غړو هېوادونو زرګونه پوځیان له افغانستان څخه وباسي.

اوس ددغې ژمنې پوره کېدو ته لږ تر لږه درې میاشتې پاتې دي.

جنرال مېلر روان وضعیت ته په کتو هغه ژمنه بیا تازه کړه چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه به ملاتړ ته دوام ورکړي.

مېلر وایي، (( موږ له هوکړې سره سم سرتیري کموو، خو د افغانستان خلک دې ډاډه وي چې موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره د اړتیا په صورت کې پوځي مرسته کوو. موږ د روزنې بهیر هم روان ساتلی او د غوڅ ملاتړ په ځواکونو کې یوازې امریکايي سرتیري نه دي بلکې د نورو هېوادونو سرتیري هم شامل دي چې مرستې کوي.))

امریکا داسې مهال له طالبانو سره د شوې هوکړې عمل ته ژمنتیا ښيي چې دواړو خواوو په  وار وار یو بل د هوکړې په نقض تورن کړي دي.

جنرال سکاټ مېلر زیاتوي، (( موږ مخکې هم ویلي دي چې تاوتریخوالی زیات شوی دی او هره ورځ زیاتیږي، خو له بده مرغه د دې تاوتریخوالي بیه د افغانستان خلک ورکوي او باید روان تاوتریخوالی صفر ته راټیټ شي.))

امریکا اوس افغانستان کې څلور زره ځواکونه لري او ژمنه یې کړې چې دغه شمېر به تر راتلونکې جنوري میاشتې ۲۵۰۰ ته را کم کړي.

د امریکايي سرتیرو سربیره د ناټو غړي هېوادونه بیا څه باندې اته زره سرتیري لري چې ځینو هېوادونو یې د ایستلو خبره کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist