Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میلر: پر افغانستان د امریکا ټول لګول شوي بندیزونه لا پر ځای دي

میلر: پر افغانستان د امریکا ټول لګول شوي بندیزونه لا پر ځای دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/03

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت پلاوي او امریکايي چارواکو ترمنځ په وروستۍ ناسته کې پر ګڼو دوه اړخيزه موضوعاتو خبرې شوي دي.

له ناستې وروسته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نورو مسايلو تر څنګ د افغانستان پر بانکونو لرې شوي محدودیتونه یو مثبت پرمختګ بلل شوی.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر بیا د اسلامي امارت د خبرپاڼې د دې برخې په تړاو حیرانتیا ښودلې او ویلي دي، چې پر سرپرست حکومت د امريکا ټول لګول شوي بندیزونه لا هم پر خپل ځای دي.

میلر زیاته کړې:« زه به ووایم چې ما هغه اعلامیه وکتله او نورو خلکو هم لیدلې، خو نه پوهیږم دوی د څه په تړاو خبرې کوي؟ هیڅ داسې بندیزونو چې موږ ترې خبر یوو او کوم چې موږ لګولي، نه دي لرې شوي. نو موږ پر هغو خبرو حیران شو.»

ميلر د اسلامي امارت رسمیت پيژندو په تړاو د خبریالانو پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې سرپرست حکومت په دوامداره توګه د رسميت ترلاسه کولو هڅه کوي، خو په خبره یې د خپلو کړنو او د بشري حقونو د نقض له امله داسې موقف نه لري، چې له مخې يې ياد حکومت پر رسمیت په وپېژني.

میلر زیاته کړې:« زه دلته نه وایم چې د رسمیت پیژندلو شرطونه څه دي؟ خو زه باید ووایم لکه څرنګه چې تېر کې موږ ویلي دي، طالبان په دوامداره توګه د رسمیت او مشروعیت په لټه کې دي. خو له خلکو سره د دوی د رویې او بشري حقونو د نقض په ګډون د ځینو موضوعاتو له امله موږ اوس دې موقف کې نه یو، چې پر رسميت پېژندنه يې فکر وکړو.»

مېلر دوحه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ وروستۍ ناستې په تړاو ویلي، چې یو ځل بیا یې له اسلامي امارت غوښتي ترڅو د افغانستان خاوره  سیمې او نړۍ ته د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي.

هغه زیاته کړې:« لکه څرنګه مو چې له طالبانو سره په نورو ناستو کې ترې غوښتي، په دې وروستۍ ناسته کې مو هم په روښانه ډول ویلي، چې موږ باور لرو او دا اړتیا ده چې طالبان دې ته اجازه ورنه کړي ترڅو د افغانستان خاوره په سیمې او يا کوم بل ځای کې د ترهګریزو بریدونو لپاره وکارول شي.»

د دې موضوعاتو ترڅنګ د امریکایي چارو وزارت وياند منلې، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره امريکايي وګړي بندیان دي خو د هغوی د شخصي راز له امله نشي کولی د شمېر او وضعیت په تړاو یې مالومات ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist