Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

موټر چلوونکي: له مسوولینو غواړو د مسافرو ممنوعه توکو لېږد مسافرو پورې اړوند کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/20

د هېواد په شمال  کې یو شمېر  د وړو موټرو چلوونکي مني،چې پخوا دلته زورواکي،بې نظمي او سرغړونې وې،لارې ناامنه وې او ډېری خلکو به له دې امله د شپې له خوا سفر کولو ته زړه نه‌ ښه کاوه،چې وسله والو غلو به خلک لوټل او واړه موټر به یې ترې اخېستل، خو اوس داسې کومه اندېښنه نه شته دی.

خو دوی شکایت کوي،چې د موټر درولو ساحه کمه ده،هنګر نه لري او دوه ځایه اخېستل کېدونکی ټکس دې،یو ځای او کم شي.

دوی همدا راز غوښتنه لري،چې بې پلېټه موټر دې بند شي او د مسافرو د ممنوعه توکو د انتقال مسوولیت دې خپله مسافرو پورې اړوند شي.

یو تن موټر چلونکی نصر الله عمرخېل وايي:«یو شی موږ غواړو،چې تغیر شي،هغه دا چې په دې پارچه کې یې لیکلي دي، د ممنوعه توکو لېږد مسوولیت به خپله د هغې د مالک پر غاړه وو، خو اوس اسلامي امارت بله پارچه راکړې،چې په هغې کې یې لیکلي،د ممنوعه توکو لېږد مسوولیت د موټروان  پر غاړه دی او موږ نه شو کولی،چې د مسافرو بیکونه تلاشي کړو.» 

یو بل موټر چلونکی قدرت الله بیا وايي:« د تېلو بیې لوړې شوي،تر ۷۲ افغانیو رسېدلي دي. پخوا مو تر زر افغانۍ اخیستې تیل ارزان و، اوس بیې لوړې شوي، دوه سوه اډه کې اخلي او سل په ټرانسپورت کې، نو ټولې پیسې په تیلو او ټکسونو ځي. موټروان  ته څه نه پاتې کېږي.» 

اخوا د شمال سمت اډې د ترانسپورت مسول مولوي عتیق الله وثیق هم  وايي، د پخوا پرتله په هډه کې بې نظمي،زورواکي،غلا،فساد او نورې سرغړونې ختمې شوي او په خبره یې  عواید یې ورځ تربلې په زیاتېدو دي.

وثیق زیاتوي:« هر موټروان پر خپل  نوبت روان وي.  بل دا چې ۲۴ ساعته خدمت مو روان کړی دی. موږ دلته و رته  اوسېږي. مخکې عواید ډېر کم، د بیلګې په ډول مخکې به چې شل موټر وتل،خو عواید ډېر کم ول. اوس تقریباً ۲۰۰ موټر وځي او تنظیم مو برابر کړی دی. وړاندې به بې نظمي وه، هر یو به پر خپل سر  حرکت کاوه.»

د هډې استازې وایي، اوس مهال موټر زیات دي،خو مسافر کم تګ راتګ کوي، خو په خبره یې هېله من دي،چې د اسلامي  امارت پلانونه د هېواد، خلکو او نظام پر ګټه دي.

دوی وایي، اوس موټر کولی شي،د شپې او ورځې هر ساعت تګ راتګ وکړي او په لویه لاریه کې کومه ستونزه نه شته دی. 

د شمال سمت هډې استازی عبدالهادي وايي:«  پخوا به چې زموږ موټر د شپې لخوا تلل،نو په سالنګ کې به یې توقف کاوه،ځکه غله و او شااوخوا ۳۱ موټروانان مو شهیدان ورکړل،خو اوس چې اسلامي امارت راغلی، له دې برخې کومه اندېښنه نه لرو.» 

کمپنۍ، پل محمود خان او په ځانګړې توګه سرای شمالي هغه ځایونه دي،چې موټر چلونکي ترې شکایت کوي،چې لا هم ځینې کسان په ‌کې خپل سري کوي او د هډو نظم یې ګډوډ کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist