Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

موټر چلوونکي: د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي

admin by admin
2021/10/03

د لویو لاریو یو شمېر موټر چلوونکي وايي، د تېلو او ګازو بيې لوړې شوي دي، خو په خبره یې مزدوري يې خرابه شوې.

دوی وايي، له اسلامي امارت وړاندې يې کاروبار ښه و، خو اوس د نورو خلکو بې روزګارۍ سره د دوی مزدوري هم خرابه شوې.

دوی  زیاتوي، دومره کوي چې د تېلو او ګازو له پاره پيسې برابرې کړې او د تېر په شان مزدوري يې نه کېږي.

یو تن موټر چلوونکی وايي: «له سهاره دا دی، تر دولسوبجو ولاړ يوو، سورلۍ نه پيدا کیږي او که پيدا هم شي، په ډېرې سختۍ سره. مخکې ښه و، جلال اباد ته هم خلک تلل، تورخم ته تلل، دوه زره افغانۍ به مو ورته وویلې ویل به يې راځه، چې ځو.»

یو بل موټر چلوونکی بیا وايي: «سهار دلته راځم او مازيګر بېرته ځم. ګاز او تېل لوړ شوي دي. زه خپله خاک جبار کې اوسېږم، نو چې بېرته تر هاغه ځایه ځم، پنځه يا اوه لېتره تېل يا ګاز مې مصرف  کېږي، خو سورلۍ نه شته.»

ځينې نور موټر چلوونکي بيا د کابل جلال اباد پر لويه لار د ستونزو خبره کوي او وايي، د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو پر وخت په ساعتونو ساعتونو لاره بنده وي، خو د خلاصون له پاره یې هېڅوک نه وي.

د کابل جلال اباد لویې لارې یو تن موټر چلوونکی وايي: «تر اوسه مو داسې څوک نه دي ليدلي، چې ترافيکي پېښه وشي او بیا دې څوک راشي، خو بس خپله ډريوران يې بيا غم خوري.»

د کابل جلال اباد لویې لارې یو تن موټر چلوونکی  وايي: «مخکې به چې کله د ورښتونو له امله لاره بنده شوه، نو ډرېواران او موټرونه به و، ژر به يې خلاصه کړه، خو اوس دا ستونزه تر څو ساعتونو پورې وي.»

کوچنيو موټرو کې د لویو لارو تګ راتګ پرتله لويو موټرو ته قېمته، خو سهولت په کې زیات وي، خو اوس چې بې روزګاري زیاته شوې، ډېری کسان د کوچنیو موټرو پر ځای د لږو پيسو په بدل په لویو موټرو کې تګ راتګ کوي.

جلال اباد ته تلوونکی یو مسافر وايي: «مخکې به اقتصادي وضعيت ښه و، خلک به د سهولت له امله وړو موټرو کې تلل، خو اوس چې بې روزګاري زياته شوې ده، نو زياتره مسافر بيا لويو موټرو کې تګ راتګ کوی.»

د مالوماتو له مخې، د تېلو او ګازو د نرخونو لوړېدو سره سم زيات شمېر موټر چلوونکو خپلې موټرې درولي او په خبره یې چې له ګازو او تېلو پرته هېڅ ډول مزدوري ورته نه پاتې کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist