Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: په نظام او ملي ارزښتونو له نړيوالو سره معامله نه کوو

مولوي عبدالکبیر: په علمي ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/24

په داسې حال کې چې په افغانستان کې له تېرو دوو کلونو راهيسې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده ‌کړو بنديز لګېدلی او تر هغې وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او دغه راز د يوه وروستي ګام په توګه د روانې ډسمبر مياشتې په لومړیو کې په طبي انسټېټېوټونو کې هم د نجونو زده ‌کړې تر امر ثاني پورې وځنډول شوې، خو له دې ټولو سره د اسلامي امارت د رياست‌ الوزرا سياسي مرستيال ادعا کوي چې افغانستان په عملي ډګر پرمختګ کړی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي: « دا دی په دا دری کاله کې له فتحې نه وروسته، موږ تاسو الله رب العزت په علمي میدان کې، په سیاسي میدان کې، په اقتصادي میدان کې هم مخ په کامیابۍ، مخ په وړاندې روان یو. موږ تاسو ګورو چې الحمدالله نن هغه وختونه نه شته چې موږ تاسو به د خپل دین د دوښمن له امله نه په آرامه درسونه نه شو ویلی. استاد به وېرېده چې د شپې به چاپه راباندې راشي، مور او پلار به وېرېدل که دا بچۍ په مدرسه کې وي څوک به یې وتښتوي. نن نه په مدرسه چاپه شته، نه څوک طالب له مدرسې تښتولی شي، استاد په آرامه مطالعه کوي او شاګرد په آرامه خپل د قرآنکریم حفظ، د خپلو احادیثو مبارکه او مطالعه کوي. په علمي میدان کې موږ تاسو مخ په ترقۍ روان یو، مدارس ښه په غرب او درب کې روان دي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وویل، اسلامي امارت د خپلو تګلارو په تېره بیا له نجونو او ښځو سره د چلن له امله په انزوا کې دی.

خو عبدالکبیر وايي، سرپرست حکومت د هېواد رغونې ته جدي پاملرنه کړې او د فقر کچې کمولو لپاره يې جدي هڅې پیل کړې دي.

عبدالکبیر په دې اړه وايي: « د اسلامي نظام له برکته به انشاالله لکه څنګه چې فساد، ظلم، وحشت، بربریت دا ختم شول، فقر به هم انشاالله ختمو. تاسو پوښتنه وکړئ په پکتیکا کې ځان ته مالومات وکړئ، په دا ۲۰ کالو کې چې د ډالرو باران و، آیا پکتیکا ته دومره خدمت شوی لکه اوس په دا درېیو کالو کې چې شوی؟ یوځل ځان ته مالومات وکړئ.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، که چېري سرپرست حکومت غواړي اقتصادي پرمختګ وکړي او له نړۍ سره رسمي تعامل ولري، نو د افغان ملت او نړۍ مشروع غوښتنې دې ومني.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « تر هغو چې د نجونو پر وړاندې د تعلیم او تحصیل دروازې خلاصې نه کړي، نړیوال له طالبانو سره تعامل نه کوي؛ دوی باید په دې پوه شي. دوی پر ولس حکومت کوي او باید د ولس او نړۍ مشروع غوښتنې ومني.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « دویم دا چې باید د خلکو د حقونو ورکولو، بشري حقونو رعایتولو، د ښځو او نجونو د حقونو ورکولو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي، د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي.»

ډېری کتونکي په دې اند دي چې په عملي او نورو ډګرونو کې ريښتينی پرمختګ هغه وخت منځ ته راځي چې د ښځو په ګډون د یوې ټولنې ټول وګړي له خپلو مشروع حقونو برخمن شي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist