Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولانا فضل الرحمان: کابل ته مې د راتګ موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټېنګښت دی

مولانا فضل الرحمان: کابل ته مې د راتګ موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټېنګښت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/09

د پاکستان جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان اسلامي امارت له رئیس الوزرا سره په لېدنه کې ویلي چې کابل ته یې د سفر اصلي موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځ ته شوي سو تفاهم له منځه وړل دي او همداراز په بېلا بېلو برخو کې د مثبتو  اړیکو ټینګښت دي.  

فضل الرحمان زیاته کړې:« افغانستان ته زموږ د راتګ هدف دادی ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو کې سو تفاهمات له منځه یوسو او د سیاسي اړیکو ، اقتصادي ، تجارت او د یو بل د پرمختګ په برخه کې  د همکارۍ لارې چارې ولټوو.»

مولانا فضل الرحمان وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو اصلي لامل له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت ناسم چلن دی.

فضل الرحمان زیاته کړې، له پاکستانه یې د خیر ښیګڼې پیغام راوړی او هېله لري چې سفر یې مثبتې پایلې ولري.

دافغانستان رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند بیا هېله ښودلې چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو د پیاوړتیا او ټینګښت لامل وګرځي او په دغه برخه کې د دیني عالمانو رول مهم دی.

ملا حسن اخوند ډاډ ورکړی چې افغانستان د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد ته د زیان رسولو اراده نه لري او نه هم چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پیښ کړي.

د رئیس الوزرا په خبره، پاکستاني چارواکي باید له افغان کډوالو سره له ظالمانه چلن لاس واخلي او دغه ډول کړنې د ستونزو د حل پرځای بدبینۍ زیاتوي.

هغه زیاتوي:« هېله لرو چې دغه سفر د دواړو ګاونډیو هېوادونو او وروڼو ولسونو ترمنځ د ورورۍ او مثبتو اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په حل او  د شوي تفاهم په له منځه وړلو کې د علماو رول مهم او مثبت دی او پاکستاني چارواکي نور باید دغه ډول چلن ونه کړي ځکه دغه ډول چلن ستونزې نه حل کوي بلکې مخالیفتونه او بدبینۍ زیاتوي.»

کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر په تړاو بیا نظرونه ویشلي دي ځینې یې ګټور یادوي او ځینې بیا ترې هېڅ تمه نه لري.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې له کابل سره د اسلام اباد اړیکې د دغه هېواد د نظامي حکومت سیاستونو پورې تړلې دي، که د افغانستان پر وړاندې یې د پوځ په سیاستونو کې بدلون رانه شي دغه ډول سفرونه هېڅ ګټه نه لري.

دوی وايي، مولانا فضل الرحمن هم د پاکستان د نظامي حکومت د سیاستونو برخه دی او کابل ته یې راتګ کومه پایله نه ورکوي.

خو ځینې بیا په دې باور دي چې مولانا الرحمن د پاکستان له مخورو سیاسیونو له ډلې دی او دغه ډول تګ راتګ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنۍ ترینګلې اړیکې پر مثبتو بدل کړې.

 د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصراصولي وايي: « تر هغې چې د افغانانو په اړه د پاکستان د دولت او پوځ په جابرانه پالېسۍ کې بدلون را نه شي، د دوو دولتونو او ملتونو ترمنځ د دوستۍ اړیکې ناشونې ښکاري، ځکه د هغوی پالېسي ډېره جابرانه ده او د افغان ملت حق یې خوړلی دی. په افغانستان کې یې نظامونه نړولي او افغانان یې کډوالۍ ته اړ کړي. خپله خاوره یې د امریکایانو او نورو هېوادونو استخباراتو ته په لاس ورکړې ترڅو افغان نظامونه وګواښي او افغان ملت خوار او زار کړي.  د مولانا فضل الرحمن راتګ هم د همغو پالېسو تداوم دی.»

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا  بیا وايي: « زما په نظر د مولانا فضل الحمن راتګ به ډېر تاثیر ولري او دلته کېدای شي دا موضوع په یوه ځل خلاصه نه شي، که د افغانستان او پاکستان حکومتونه زغم ولري؛ نو په بیابیا تګ او راتګ به دا موضوع هواره شي.»

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي بیا هېله ښودلې چې مولانا فضل الرحمن به له کابله اسلام اباد ته مثبت پیغام یوسي او له دې سره به شته شکونه له منځه ولاړ شي.

متقي زیاتوي : « هېله لرو چې له افغانستانه ښه پېغامونه یوسي او هلته یې شریک کړي او بیا هم هېله لرو چې ښې پایلې ولري.»

دا د جمهوریت له سقوط وروسته لومړی ځل دی چې د پاکستان جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانافضل الرحمن کابل ته راځي.

کابل ته د فضل الرحمن سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې نه دي ، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له وړاندې ویلي ول چې کابل ته د مولانافضل الرحمن سفر شخصي دی او د پاکستان حکومت پورې هیڅ تړاو نه لري.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist