Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده

مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/16

د پاکستان جمعیت علما‌ی اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، ډېورنډ فرضي کرښې ته د رسمي پولې نوم ورکول، د پاکستان یو اړخیز عملل دی او افغانستان یې په هېڅ ډول نه مني.

نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ(د چنګاښ ۲۳ مه) د پېښور یوې قبایلي جرګې ته په وینا کې کړي او زیاته کړې یې ده چې ډېورنډ فرضي کرښه افغانانو ته د یوې لیکې حیثیت لري او په دې اړه د پاکستان هره بله ادعا یو اړخیزه ده.

د هغه په خبره، د قانوني کړنلارو له مخې هېڅ یو هېواد د دې اجازه نه لري چې په خپلسري ډول په قبایلي سیمو کې تحرکات وکړي، خو په وینا یې پاکستان په تېر کې د افغانستان له نا امنۍ په استفادې، په دې سیمو کې یو اړخیز غیرقانوني اقدامات کړي.

فضل‌الرحمن ویلي: « که موږ هرڅومره ووایو چې دا پاک – افغان باډر دی، دا به زموږ یو طرفه خبره وي او ښايي افغانستان ته د منلو نه وي. د هغو معاهدو له رویه په دې منطقه کې  یو طرفه نه پاکستان رد او بدل کولی شي او نه هم افغانستان. موږ د افغانستان له بېقرارۍ نه استفاده وکړه او د یو طرفه اقداماتو فیصلې مو وکړې.»     

مولانا فضل الرحمن په یوه بله غونډه کې د پاکستان پر ریاست او پوځ تندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان پوځ د زور او جبر په کارولو سره د قبایلي سیمو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ باسي او ترڅنګ د خپلو ناکامیو پټولو لپاره د دې سیمو پر خلکو د ترهګرۍ د ملاتړ تور پورې کوي.

مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان له پوځ غوښتي چې هلته له پرتو ولسونو سره خپله لهجه او چلن انساني کړي او پر مېشتو ولسونو دې ډار او رعب نه اچوي.

هغه په دې اړه ویلي: « دا پوښتنه مطرح کیږي، که تاسې د هند په څېر ځواک په درېیوـ څلورو ساعتونو کې را تاوولی او کنټرولولی شئ، نو بیا ولې له څلوېښتو کلونو راهیسې ناامنۍ نه شئ کنټرولولی؟ د دې مطلب دا دی چې تاسو پاتې راغلي یاست. تاسې عام خلک تورنوئ او تور لګوئ چې ترهګرۍ ته پناه ورکوي. هغوی ستاسو په امر او غوښتنه له سوات نیولې تر وزیرستانه په ۱۲ او ۲۴ ساعتونو کې دننه خپل کورونه پرېږدي او اوس هم هغوی په خپله خاوره کډوال دي او خپلو کورونو ته د بېرته تګ اجازه نه ورکول کیږي. تاسو بیا ورته وایی چې کلي او کورونه پرېږدئ. ولې يې پرېږدي؟ تاسو د خپلو ناکامیو بوج پر عامو خلکو غورځوئ. خپلو ګرېوانونو کې سر ښکته کړئ او ځان وازمایئ. پښه پر پښه مه اړوئ او د رعب او ډار خبرې مه کوئ. د ریاست خلک هر ځای له خلکو سره په تنده او له کرکې ډکه لهجه غږیږي. له موږ سره رویه سمه کړئ او له ځانه انسانان جوړ کړئ او بيا خبرې کوی.»

له تېرو څو لسیزو راهیسې پاکستان که څه هم په افغانستان کې د سیاسي اړو دوړ او امنیتي ننګونو په استفادې او د پراخو فشارونو له لارې له افغان حکومتونو د ډېورنډ فرضي کرښې د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې، خو د اسلام‌اباد دغه غیرمشروع او غیرقانوني غوښتنه تل له کلک منفي او رد ځواب سره مخ شوې ده.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، ډېورنډ یوه تپل شوې او د نه منلو کرښه ده چې د افغانانو پر سینه د بېلوونکې لیکې په څېر تېره شوې او واحد ولس یې په دوو بېلو ټوټو وېشلی دی چې په تړاو یې پرېکړه هم د دولتونو نه بلکې دواړو خواوو ته د مېشتو ولسونو حق دی.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د افغانانو له نظره دا کرښه مردوده ده، په زور او جبر راکښل شوې، یو قوم یې په دوو برخو وېشلی او دواړو خواوو ته پراته قومونه یې نه مني. دا یوه تاریخي کشاله ده او دا ډول کشالې د ډېرو نورو قومونو ترمنځ هم موجودې دي. دا هغه وخت فیصله کېدلی شي چې دواړو خواوو ته مېشت اقوام په دې برخه کې ګډ فعالیت وکړي دا مساله په خپله حل کړي.»

د ډېورنډ فرضي کرښه شاوخوا ۲ زره ۶۴۰ کیلو مټره اوږدوالی لري چې په ۱۸۹۳زېږدیز کال د وخت واکمن امیرعبدالرحمن او بریټانیوي هند ترمنځ د محدودیتونو د راکمولو په موخه او له ځینو ځانګړو شرایطو سره سم، يوازې د فرضي کرښې په توګه منل شوې چې نه یوازې د افغان حکومتونو بلکې د کرښې دواړه خواوو ته پرتو ولسونو لپاره یې تل د فرضي کرښې حیثیت لرلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist