Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

منیر: ټولنیز حساسیتونه او کلتوري مسایل د نجونو ښوونځيو تړلو لامل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/10

د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، ټولنیز حساسیتونه او کلتوري محدویتونه هغه لویې ننګونې دي،چې له کبله یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر اوسه پورې تړلي پاتې دي.

منیر وايي،په  لرې پرتو سیمو کې لا هم ډېری کورنۍ شته  دي،چې د نجونو له تعلیم سره مخالفت لري او په خبره یې هڅه کوي،چې خلکو ته د دې ستونزې د حل لپاره عامه پوهاوی ورکړي.

هغه زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي امارت د نجونو له تعلیم سره کوم مخالفت نه لري او نه په هغې باندې کومه شرعي ملاحضه لري،خو اصل کې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې خلک د نجونو له تعلیم سره نه بلکې له خپله کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري، نو د افغانستان اسلامي امارت کوښښ کوي،چې له خپل ټول ولس سره په دې اړه يو قناعت حاصل کړي او ښوونځي پرانیزي.»

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو په اړه د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا پرهغې پرېکړې ټينګار کوي،چې په کې د نجونو د ښوونځیو بیا پيل کې د امر ثاني خبره شوې ده.

کریمي زیاته کړه:«په دې اړه د اسلامي امارت پوهنې وزارت له لورې په هماغه لومړیو کې یوه خبرپاڼه نشر شوې وه،چې هلته وضاحت ورکړل شوی وه.»

که څه هم د پوهنې سرپرست وزیر د ښوونځيو د پيل په اړه د ژر شروع کېدو خبره کړې،خو لا مالومه نه ده،چې دغه پرېکړه به څومره ژر عملي او د هغو غوښتنو ځواب شي،چې پر کور دننه او بهر يې غوښتنه کیږي.

نږدې کال پوره کیږي،چې لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتي او په دې موده کې ولس ته د ښوونځيو د تړلو په اړه قانع ورکوونکی ځواب یا وضاحت نه‌ دی ورکړل شوی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist