Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
منیر: افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون او ازادو تحرکاتو په تړاو اندېښمن یو

منیر: افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون او ازادو تحرکاتو په تړاو اندېښمن یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/09

د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر یو ځل بیا افغان حکومت په دې هېواد کې په وروستیو وسله والو بریدونو کې په لاس لرلو او د وسله والو په کابو کولو کې په ناغېړۍ تورن کړی دی.

نوموړي د پېښور قومي جرګې ته په وینا کې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د خوندي پتنځایونو او د ازاد فعالیت ادعا کړې  او له افغان حکومته یې غوښتي چې د دوحې هوکړې سره سم دې د ترهګرۍ په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.

منیر زیاته کړې:« ترهګري په پاکستان کې ځای نه لري. په ترهګریزو بریدونو کې د افغانانو لاس لرل د سیمې د امنیت او ټیکاو په زیان دی او دا په دوحې کې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري د سولې شوې هوکړې خلاف عمل دی. پاکستان په افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د پټنځایونو او د فعالیت ازادۍ په اړه اندېښنه لري. پاکستان به د ترهګرو په له منځه وړلو او د خپلو وګړو د ژوند په خونديتوب کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان پوځ مشر او نورو چارواکو دغه ډول تورنه له حقیقته لرې او ورته څرګندونې د دواړه هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د فضاء د رامنځته کولو او د اړیکو د خرابوالي لامل ګڼي.

ذبیح الله مجاهد دغلته وروستۍ ناامنۍ د پاکستان کورنۍ مسله ګڼي او د ترهګریزو موخه لپاره د افغان خاورې د نه کارونې پر ژمنتیا ټینګار لري.

هغه زیاتوي:« موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د دوی ( پاکستان ) پر ضد وکارول شي. که د دې لپاره کوم شواهد او دلیل لري هغه دې له موږ سره شریک کړي بې له دې چې رسنیزه غوغا جوړیږي، بې له دې چې ولسونه مو خدای مه کړه بدګومانه کېږي، اړیکې مو سره کمزورې کېږي، د دې پر ځای باید موضوعات مطرح شي. موږ حاضر یو چې خبرې ورسره وکړو دلایل واور  او وګورو. خو ښه دا ده چې دوی ( پاکستان) خپل امنیتي موضوعاتو د هېواد دننه متوجې شي. »  

د سیاسي چارو شنونکي هم په دې هېواد کې ورستۍ امنیتي ګډوډۍ د پاکستان د پوځ د جوړې شویو هغو ډلو کار ګڼي چې په تېر کې یې د ځان د ګټي لپاره رامنځته کړې وې.

دوی دغه راز وایي، پاکستان پخپله کلونه کلونه د ترهګرۍ له تمویل او تجهیز څخه ګټه پورته کړې اوس چې خپله د دې پدیدې ښکار دی نو پرافغانستان دې د ترهګرۍ د تورنو د پورې کولو لاس واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی  شېرحسن حسن وايي:« اصلي خبره دا ده چې هلته ( پاکستان ن) کې د ټي.ټي.پي په ګډون لسګونه نور ترهګریز ګروپونه موجود دي او هغه د پاکستان په هره سیاسي فضاء کې رامنځته شوي او پرمختګ یې کړی دی، په تېرو ۵۰ کلونو یې د افغانستان ورانولو لپاره او په سیمه کې د خپل اقتدار د تامین لپاره دوی روزلي ول او اوس خپله پاکستان ته بلا ګرځيدلي دي.»

ځينې نور بیا وايي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله د بل هېواد په داخلي چارو او په بې ثباتۍ لاس نه دی لرلی خو اوس بالعکس پاکستان بیا د رامنځته کېدا له ورځې تر دې دمه په مسلسل ډول خپله ګټه د افغانستان په کمزورتیا او د امنیت په خرابېدو کې لټولې.

دوی وایي، پاکستان هېڅکله یو پیاوړی او ځواکمن افغانستان د زیان په ګټه نه دی ګڼلی له همدې کبله یې تل د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د نفوذ د پراخېدو هڅه کړې.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم پر افغان خاورې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونو لړۍ پيل شوې؛ خو په دې وروستیو کې په مکرر ډول د پاکستان پوځي او ملکي ګڼو چارواکو ورته تورنه زیات شوي دي

له دې څو ورځې وړاندې د پاکستان د جمعیت علمایي اسلام ګونډ مشر مولانا فضل الرحمن هم ورته څرګندونې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist