Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

منګل: له اسلامي امارته غواړو د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/04

د مخکېني حکومت د مشرانو جرګې غړي او قومي مشر لایق منګل له شمشاد نیوز سره په ځانګړو خبرو کې له اسلامي امارت وغوښتل،چې له شپږم ټولګي پورته دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

 منګل وایي، د اسلامي امارت مشران دې په عمل کې وښایي،چې د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه لري.

منګل زیاته کړه:« هغه اسلامي لباس چې نجونې په افغانستان کې لري،ما نورو اسلامي هېوادونو کې نه دی لیدلی. زما هېله د اسلامي امارت له مشرانو دا ده، لکه څرنګه چې دوی وایي ، په عمل کې وښایي چې د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه لري.»

منګل وایي،د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته شااوخوا ۱۰ میاشتې تیریږي او په کار ده ،چې نور د نجونو د ثانوي زده کړو طرحه بشپړه شوي وي او نور له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه ولري.

منګل زیاتوي:« اسلامي امارت باید دې ته حل لاره پیدا کړي،څومره ژر چې کیدی شي،خپله د اسلامي امارت له منځه د دې مخالفت نشته دی، چې ښوونځي نه پرانیزو،خو دا چې کوم شرایط ښایي هغه باید اوس برابر شوي وي،ځکه لس میاشتې پوره شوې.»

پخوانی سناتور لایق منګل د اسلامي امارت له مشرانو غواړي،چې پر کوردننه دې له سیاسیونو، د مدني ټولنو له استازو او په ټولییز ډول د مخکیني حکومت له کارکوونکو سره په اړیکه کې شي او په ځېنو برخو کې دې ترې مشورې واخلي.

هغه زیاتوي:« قوماندانان دي،والیان دي ، سناتوران دي ، وکیلان دي ، روڼ اندي دي او د مدني ټولنو استازي دي،باید له دوی سره وخت پر وخت پر کورد ننه په اړیکه شي او ناستې ورسره وکړي.» 

پخوانی سناتور او قومي مشر لایق منګل پکتیا کې ژوند کوي او وایي،د ولس د خیر ښیګڼې لپاره پر هڅو بوخت دی او د اړتیا پر مهال جرګو او مرکو ته ځي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist