Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
منصور: د کونړ پر سيند د بند جوړولو په موخه له چينايي شرکت سره خبرې شوې

منصور: د کونړ پر سيند د بند جوړولو په موخه له چينايي شرکت سره خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/09

له تېرو څو لسیزو راهیسې د کونړ پر سیند اوبه له يوه منظم حقوقي چوکاټ پرته پاکستان ته روانې دي او دا هېواد ترې پر کرنې سربېره، د برېښنا په توليد کې هم ګټه اخلي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور له شمشاد سره په ځانګړي مرکه کې ویلي، اسلامي امارت او د اوبو او انرژۍ وزارت پر ياد سيند د بند جوړلو لپاره قوي عزم لري او په دې اړه يې تخنيکي سروې هم بشپړه کړې.

منصور زياتوي، دغه بند ډېر امکانات غواړي او د دې بند جوړولو لپاره یې له یوه چینایي شرکت سره خبرې کړې دي.

منصور په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او د اوبو او انرژۍ وزارت ټینګ عزم او عقیده لري چې پر کونړ سیند به بند جوړوي، خو له دې امله چې دا بند ډېر امکانات غواړي، جوړول یې د اسلامي امارت په وس نه ده پوره. موږ له یوه چینايي شرکت سره ډېر مخکې لاړو، حتا دې ځای ته سره ورسېدو چې قرارداد هم لاسلیک شي؛ خو لایې د رد جواب هم نه دی راکړی، خو د راتګ امکانات یې هم ډېر نه دي. موږ هرچاته دا خبره کړې چې د کونړ سیند ډېر مهم دی، باید برېښنا ترې تولید کړو او ګټه ترې واخلو.»

د نوموړي په خبره، د افغانستان د کورنیو اوبو مدیریت د افغانانو اساسي حق دی او د مدیریت لپاره یې په هېواد کې لویو مالي مرستندویانو ته اړتیا ده.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر وایي، د کونړ بند جوړول سیاسي اړخ نه لري او ډاډ څرګندوي چې عملي چارې به يې ژر پيل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وايي: « دا سیاسي تاوان هم نه لري، ځینې کسان تشویش کوي چې پاکستان به ستونزې جوړې کړي، خو په دې کې د هغوی هم ګټه ده. کله چې سېلابونه راشي، پاکستان ته درانه زیانونه اړوي. بله خبره دا ده چې دا اوبه راګرځي نه، بلکې د برېښنا له تولید وروسته بېرته سیند ته توییږي. موږ هم دې بند ته ډېره تلوسه لرو او خدای د وکړي چې په خپل ژوند کې یې ووینو.»

منصور دغه راز وايي، که څه هم د دې بند د جوړېدو ټولیز لګښت څرګند نه دی، خو د تمويل لپاره یې مالي ملاتړ ته اړتیا نه شته او هڅه کېږي چې له خپلو داخلي سرچینونو په استفادې د کونړ پر سینديزې حوزې سربېره د ټولو حوزو اوبه مهار کړي.

په ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي د کونړ پر سيند بند جوړل حياتي پروژه او د اوبو د ښه مدیریت او مهار لپاره اړینه بولي.

دوي وايي، د کونړ سیند اوبه مهار د ټولو افغانانو یوه لویه هیله ده او سرپرست حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

د اقتصادې چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « پر کونړ سیند باندې د بند جوړول او د دې پروژې پيل د افغانستان د برېښنا تولید،کرنې، اقتصاد او بېکارۍ کچې کمولو په برخه کې ډېر ستر رول لري. دا د افغانستان د خلکو لوی آرمان دی چې کارونه یې پیل شي.»

د کونړ پر سیند د اوبو او برېښنا بند جوړښت ستره پروژه ده چې سرته رسېدو سره به یې په زرګونه هکټاره شاړه ځمکه خړوبه او ګڼو ولایتونو ته به برېښنا ورکړي او له دې سره به د افغانستان اوبه چې له کلونو راهیسې پاکستان ته وړیا روانې دي، مهار شي او زیاته اندازه برېښنا ترې تولید شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist