Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ممکن راتلونکو دوه اوونیو کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي

admin by admin
2019/07/01

امکان شته چې تر راتلونکو دوه اوونیو به د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره سوله نږدې شوې او ممکن تر دوو اوونیو پورې د حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وایي، ښايي په یوې یا دوه اوونیو کې بین الافغاني خبرې پیل شي او په وینا یې المان ضمانت کړی چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ به خبرو ته زمینه برابره کړي.

احمدي روښانه نه کړه چې دغه خبرې به کوم هېواد کې کېږي، خو وې ویل چې، اندونیزیا، ازبکستان او جرمني هغه هېوادونه دي چې د بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره یې تیاری نیولی.

بل پلو قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو خبرې روانې دي چې ویل کېږي پرمختګ په کې شوی دی.

هلته د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د غونډې ځینو برخوالو بي بي سي ته منلې چې که په روانو خبرو کې کومې هوکړې ته ورسېږي، نو کېدای شي چې بین الافغاني خبرې هم د جولای میاشتې په لومړیو کې پیل شي.

له دې سره طالبان او امریکایان د ترهګرۍ په تعریف سلا شوي دي.

اووم پړاو خبرو کې تمرکز د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان له اړخه امریکا ته په تضمین ورکولو دی، چې د ترهګرۍ تعریف یې یوه برخه ده.

طالبانو پخوا هم ویلي و چې، د افغان سولې قضيه کورنى او بهرنى اړخ لري چې د بهرني اړخ وروسته به له کورني اړخ سره خبرې پیل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist