Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/07

د ملګرو ملتونو یوه جګ پوړي چارواکي افغانستان ته د سفر پرمهال ویلي چې د دې هېواد له هرو ۴ کسانو درې هغه نه شي کولی چې د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو  ملتونو پراختیایي پروګرام(یو‌اېن‌ډي‌پي) نوي مشر الکساندر.ډي کرو خبرداری ورکړی چې افغانستان په یوه وخت له څو ناورینونو سره مخ دی چې په کې بشري ستونزې، اقتصادي فشارونه او د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې شامل دي.

ډي کرو په ننګرهار کې د زلزله ځپلو له کمپ څخه د لیدنې پرمهال دغه راز ویلي چې نړیوال مرستندویه بنسټونه باید د بشري مرستو د دوام ترڅنګ،  د پراختیايي او اوږد مهاله پروګرامونو پر پلي کولو هم غور وکړي.

نوموړي زیاته کړې: « په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو درې تنه د ژوند لومړنیو اړتیاوو د برابرولو  وس نه لري. د افغانستان اقتصادي بیارغونه اوږد مهاله پانګونه غواړي.»

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام  مشر وړاندې ویلي، بېړنۍ مرستې یوازې د انسانانو ژغورنې وسیله ده، خو  د مرسته کوونکو  پروګرامونو  پیاوړتیا  د دوی د راتلونکي ضمانت کوي.

د ملګرو ملتونود پراختیايي پروګرام مشر په دې اړه ویلي: « بېړنۍ مرستې د انسانانو ژوند ژغوري، خو پراختیايي پروګرامونه د خلکو راتلونکی خوندي کوي. اقلیمي بدلونونه اوس په افغانستان کې په یوه حقیقت بدل شوي او خلک یې اغېزې په مستقیم ډول تجربه کوي.»

بله خوا، اقتصادي شنونکي باور لري چې د بشري مرستو دوام او د اوږد مهاله پانګونو پیاوړتیا کولی شي په افغانستان کې  بشري ستونزې حل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وايي: « که چېرې بشري مرسته په سمه توګه مصرف شي، کولی شي د افغانستان د خلکو ستونزې حل کړي؛ خو که چېرې دا مرستې منظمې نه شي او همداسې ادامه ولري لکه اوس چې روانې دي او په سم ځای کې مصرف نه شي، د خلکو ستونزې نه شي هوارولی.»

د ملګرو ملتونو  لوړ پوړي چارواکي د افغانستان ختیځ  ته په خپل سفر کې د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته ورغلی، ترڅو هلته د ملګرو  ملتونو له خوا پلې کېدونکې پروژې په هر اړخیزه توګه و ارزوي.

هغه په دره نور کې د خلکو حالت ته په کتو ویلي چې له زلزلو وروسته بشري مرستو، خلکو ته د اقتصادي بیارغونې فرصتونه برابر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist