Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: وچکالۍ د افغانستان للمي محصولات له منځه وړي او څاروي تلف شوي

ملګري ملتونه: وچکالۍ د افغانستان للمي محصولات له منځه وړي او څاروي تلف شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/03

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(اېف .اې.او) راپور ورکړی چې د بارانونو کمښت او وچکالۍ د محصولاتو له کمښت سربېره، په څارویو زیات فشار راوړی او له تلفاتو سربېره یې، دغه چاره د کار او خوړو د تامین په برخه کې اندېښمنوونکې بللې.

یاد سازمان له دې وړاندې راپور ورکړی وو چې د افغانستان په شمال، شمال لوېدیځ، شمال ختیځ او حتا په لوېدیځو او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د مني او ژمي بارانونه له اوسط حالت څخه ۴۰ تر ۵۰ سلنو پورې کم شوي.

یاد سازمان تازه پر خپله اېکس پاڼه د دې وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او د مرستې رسونې لپاره یې په دې برخه کې ډاډ ورکړی.

دغه سازمان زیاته کړې: « په شمالي، شمال لوېدیځو او شمال ختیځو سیمو کې وچکالي جریان لري او ټول هېواد ته د پراختیا په حال کې ده. للمې فصلونه له منځه تللي او د څارویو تلفات د لوړېدو په حال کې دي. زیانمنې شوې کورنۍ په بېړه نغدو پیسو او د خپلو څارویو خونديتوب ته اړتیا لري.»

همهاله د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وچکالي جدي ستونزه بولي، خو د چیکډیمونو جوړولو، بزګرو ته د مرستو له کڅوړو او داسې تخمونو د وېشلو خبر ورکوي چې کمو اوبو ته اړتیا لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد شهامت وايي: «         روان کال هم د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خپلو تېرو پروګرامونو په دوام هڅه کوي د چیکډیمونو جوړولو، مال لرونکو او کروندګرو ته د مرستندویه کڅوړو وېشلو، د اوبو مدیریت او د داسې لارو چارو او تخمونو د تېرو لپاره کار وکړي چې لږ اوبو ته اړتیا لري. له دې طبیعي آفت سره مبارزه په یوازې سر ناشونې ده؛ له همدې امله موږ له ټولو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوو چې د دې طبیعي ناورین په مهارولو کې له موږ سره همکاري وکړي.»

د اوبو د مدیریت برخې یوشمېر کارپوهان ټینګار کوي چې افغانستان باید د اوبو په هغو زېربناوو او د اوبو په بندونو کار وکړي چې د وچکالۍ او د خلکو د زیانمنېدو مخه نیولی شي.

د اوبو د مدیریت برخې کارپوه نجیب‌الله سدید وايي: « وچکالۍ په افغانستان کې د خوراکي امنیت کچه راټیټوي او له همدې امله د خوراکي امنیت تأمین د قزاقستان په څېر ګاونډیو هېوادونو څخه د غلاتو واردول دي او دغه راز په هېواد کې د وښو او څارویو لپاره د خوراکي موادو تولید هغه حل لارې دي چې په لنډمهال کې کولی شي وضعیت کنټرول کړي، خو په اوږدمهال کې دا روښانه ده چې افغانستان باید پر خپلو آبي زېربناوو کار وکړي، د اوبو بندونه جوړ کړي، د اوبخور سیسټم عصري کړي؛ ترڅو وکولی شي د پرله پسې وچکالیو په اوږدو کې هم کرنیز تولیدات ولري او هم یې خلک زیات زیانمن نه شي.»

افغانستان په وروستیو کې له وچکالۍ سره مخ هېواد دی او دغې چارې په خوراکي امنیت، کرنه او څارویو ژورې اغېزې درولودې.

 د بارانونو کمښت، د اوبو د منابعو زیانمنېدل او اقلیمي بدلونونه د دې بحرانونو اصلي لاملونه بلل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist