Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې د ډیورند فرضي کرښې دواړو خواوو ته زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې د ډیورند فرضي کرښې دواړو خواوو ته زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/08

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې د دې بیځایه شوو ارقام خپاره کړي او د شمېر پر لوړېدو يې اندېښنه ښودلې.

یوان‌اچ‌سي‌ار ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د ایران، امریکا او اسرائیلو جګړې په منځني ختیځ او ایران کې ټولټال ۳۳۰زره کسان بیځایه کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ویلي: «په منځني ختیځ کې د جګړې پراخېدل د پام وړ انسانانو د بې‌ځایه کېدو لامل شوي. پر دې سربېره په کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو تېښتې ته اړ کړي. په ټولیز ډول د دې جګړو له امله ۳۳۰زره کسان بې‌ځایه شوي، چې ډېره برخه یې ښکېلو هېوادونو کې دي.»

په راپور کې دغه راز په افغانستان او پاکستان کې د بیځایه شویو د شمېر اټکل هم شوی، چې له مخې یې ۱۱۵زره د ډیورند فرضي کرښې دې او شاوخوا درې زره نور د کرښې پورې غاړې ته د مینو پرېښودو ته اړ شوي.

په راپور کې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي، چې د شخړو د دوام پر ځای دې ډیالوګ ته مخه کړي او په جګړو کې دې د ملکیانو خوندیتوب او حقونو ته پام وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ویلي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ په کرښه کې د روانو نښتو په دغو هېوادونو کې وضعیت پېچلی کړی، چې د راپورونو له مخې یې دواړو غاړو ته ګڼې کورنۍ بې‌ځایه شوي. په افغانستان کې په تخمیني ډول ۱۱۵زره او د کرښې پورې غاړې ته شاوخوا درې زره کسان بې‌ځایه شوي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت زموږ له اړیکو سره سره د دې ارقامو د کره والي او رد په تړاو څه نه دي ویلي.

ملي دفاع وزارت له دې وړاندې ویلي و، په داسې حال کې افغان لوری د کرښې پورې غاړې ته یوازې پوځي اهداف په نښه کوي؛ خو مقابل لوری دا غاړه په قصدي ډول ملکي سیمې او د عامو خلکو کورونه هدف ګرځوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له دې وړاندې د مارچ په درېیمه په یوه بل راپور کې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له کبله د بې‌ځایه شویو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او هغه مهال یې هم ننګرهار او کنړ هغه دوه ولایتونو یاد کړي وو، چې د نورو پرتله پکې کورنۍ یو څه زیاتې بې‌ځایه شوې دي.

د کډوالو حقونو مدافع، عبدالرارق عدیل په دې تړاو وایي: «د کډوالۍ د یو لوی ناورین مخنیوي لپاره په کار ده، چې جګړې او ستونزې د خبرو له لارې حل شي او همدا راز د کډوالو حقونو خوندیتوب نړیوالو سازمانونو سره همکاري او همغږي رامنځته شي. له بلې خوا یوان‌اچ‌سي‌ار چې د کډوالو حقونو خوندیتوب برخه کې لوی مسوولیت لري؛ باید له پاکستان وغواړي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو ایستل ودروي.»      

ملګري ملتونه داسې مهال د جګړو له امله په کور دننه د افغانانو د بې‌ځایه کېدو خبر ورکوي، چې د دې سازمان ګڼو ادارو تېر کال په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د کمښت، طبیعي پېښو او نورو لاملونو له کبله د بې‌ځایه کېدو راپورونو ورکړي وي.

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist