Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ چټکه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/09

تېرې څه باندې دوې لسیزې داسې وې چې په لوړه کچه افغانان د جګړو، بې کارۍ او نورو بېلابېلو لاملونو له امله نړۍ او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان  ته کډوال شول.

واک ته د اسلامي امارت له  رسېدو وروسته، له یادو ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو په جبر ایستلو لړۍ پيل شوه او تر اوسه ادامه لري.

تازه د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسشنرۍ(یو‌اېن‌اېچ‌سي‌آر) ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې ۲.۳ میلیونه افغان کډوال په خپله خوښه او جبر له یادو هېوادونو افغانستان  ته راستانه شوي او دلته له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي: « له ګاونډیو هېوادونو څخه له ۲.۳ میلیونو څخه ډېر افغانان سږ کال تر اوسه خپل هېواد ته راستانه شوي. له دې ډلې شاوخوا یو میلیون کسان له ایران څخه دي. د دغو راستنېدونکو ډېری کسان په ناوړه او له سختیو ډکو شرایطو کې افغانستان ته رسېږي او له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. د خلکو د راستنېدو دغه پراخه کچه په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې کړکېچنوي.»

د ملګرو وملتونو یادې کمېشنرۍ په خپل راپور کې دا هم ویلي چې د دې وضعیت د مهارولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دوی زیاته کړې، په وروستیو میاشتو کې له پاکستان سره د کډوالو په  جبر ایستلو پروسه چټکه شوې چې په خبره یې، د مارچ له ۲۰ مې راهیسې له ۶۰۰ زرو  زیات کډوال را ایستل شوي دي. د دوی د شمېرو له مخې، هره میاشت شاوخوا۱۵۰ زره کسان له یاد هېواده ایستل شوي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ په راپور کې زیاته شوې: « له پاکستان څخه د راستنېدونکو شمېر هم د اپرېل میاشت کې په چټکۍ سره زیات شوی او په همدې یوه میاشت کې نږدې ۱۵۰ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي. د مارچ له ۲۰مې راهیسې له پاکستان څخه تر ۶۰۰ زرو ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې نږدې ۳۵۰ زره کسان شړل شوي یا ډیپورټ شوي دي.»

په دې راپورکې دا هم  زیاته شوې چې هغه راستنېدونکې نجونې او مېرمنې چې په ورستیو میاشتو کې افغانستان ته را ستنې شوې دي، د محدودیتونو په تړاو اندېښمنوونکي معلومات له دوی سره شریک کړي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې اړه راپور کې زیاته کړې: « افغانې ښځې او نجونې د خپلو حقونو پر وړاندې له مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي. هغه راستنېدونکي چې په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته راغلي، د حقونو د لا زیاتو محدودیتونو، ځورونې او تبعیض په اړه اندېښمنوونکي معلومات شریکوي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا هم ویلي چې ۲۰ امریکايي ډالر کولی شي له یوه افغان راستنېدونکي سره د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیزو ملاتړ خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.

۱۵۶ امریکايي ډالر کولی شي د اووه کسیزې کورنۍ لپاره چې افغانستان ته ستنېږي، د راتګ پر مهال د لومړنیو اړتیاوو  پوره کولو لپاره یو ځلي نغدي مرسته برابره کړي؛ او ۳۳۲ امریکايي ډالر کولی شي له یوې بې‌ځایه شوې کورنۍ سره د سرپناه لپاره د کورنۍ خېمې په برابرولو کې مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

بریټانوي ځواکونو سره د همکارو افغانانو لېږد پروسې د چټکولو غوښتنه شوې

اگست 9, 2026
هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي
افغانستان

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

اگست 6, 2026
کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي
افغانستان

کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

اگست 6, 2026
تخار والي هلته د امنیتي ګواښوونو ادعا رد او د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ
افغانستان

تخار والي هلته د امنیتي ګواښوونو ادعا رد او د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ

اگست 6, 2026
د نیمروز رېګونو کې د ژوند بایللي حیات الله وروستی وصیت او غبرګونونه
افغانستان

د نیمروز رېګونو کې د ژوند بایللي حیات الله وروستی وصیت او غبرګونونه

اگست 6, 2026
اسلامي امارت: امریکا د دوحې هوکړې ډېری موارد نقض کړي
افغانستان

مجاهد: مسوولین باید انتقاد منوونکي اوسي او اصلاحات راولي

اگست 6, 2026

وروستي خبرونه

سوداګرۍ وزارت: د پاکستان بدیلو لارو موندلو کې پرمختګونه شوي

پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو خلاصولو پرېکړه کړې

اگست 9, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ چټکه شوې

اگست 9, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

بریټانوي ځواکونو سره د همکارو افغانانو لېږد پروسې د چټکولو غوښتنه شوې

اگست 9, 2026
هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

اگست 6, 2026
کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

اگست 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist