د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یو.اېن.اېچ.سي.آر) د یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان اوس مهال په بد اقتصادي حالت کې دی، په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې ګڼ شمېر افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه ستانه شوي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په خپل راپور کې وړاندې ویلي وو چې د افغانستان د نفوس له نیمایی زیات وګړي له بشري مرستو سره تړلي دي.
په راپور کې زیاته شوې: « په افغانستان کې دننه وضعیت خراب دی او د دې هېواد د وګړو له نیمایي زیات یې لا هم په بشري مرستو پورې تړلي دي.»
په راپور کې د افغانستان بشري بحران ته اشاره شوې، خو ویل شوي چې په افغانستان کې خراب اقتصادي حالت په دې مانا نه دی چې لوېدیځ هېوادونه دې د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر د نا څرګند وخت لپاره وځنډوي.
په راپور کې د کډوالو ستونزمن ژوند ته هم اشاره شوې او له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د دوی د ستونزو حل لپاره باید لازم ګامونه واخستل شي.
په راپور کې دغه راز راغلي، لا هم په هرو لسو تنو کې اووه تنه د کډوالۍ ژوند کوي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ د راپور یوه بله برخه کې راغلي: « په داسې حال کې چې په هرو لسو تنو کې اووه تنه یې کډوال دي او له اوږدې مودې راهیسې د کډوالۍ ژوند تېروي، نو د دوی د ستونزو حل لپاره باید مناسبې حل لارې ولټول شي.»
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې دا هم ویلي چې بشري مرستې ممکن د موجوده ستونزو هوارولو لپاره مثبت اغېز ولري، خو دا د ستونزو د دایمي حل مانا نه لري.
کمېشنرۍ په خپل راپور کې سپارښتنه کړې چې کډوالو ته د سرپناه او کاري فرصتونو برابرول کولی شي د ستونزو د دایمی حل په لور ګام وګڼل شي.
د چارو شنونکي په دې باور دي چې که څه هم په راپور کې د بې ځایه شویو کسانو کچه رالوېدلې، خو د دوی په خبره، ستونزه لا حل شوی نه ده او اړتیا ده چې ښه چمتوالی ورته ونیول شي.