Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: د طالبانو حکومت ټول شموله نه دی

admin by admin
2021/09/08

په ملګروملتونو کې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې غونډه چې د امنیت شورا په چوکاټ کې جوړه شوې وه، غړو هېوادونو د طالبانو حکومت ټول شموله ندی یاد کړی.

 دوی ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره یوازنۍ لار ټول شموله حکومت دی.  

نړیوالو په حکومت کې د ښځو او یو شمېر نورو اقلیتونو ګډون اړین باله، چې په نوې کابینه کې تر ډیره نه لیدل کیږي.

د ترکیې د بهرنیو چار وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، د طالبانو د نوي حکومت په جوړښت کې د ښځو ګډون یو له مهمو مواردو دي.

اوغلو زیاتوي: «موږ وایو که په هېواد کې یو والی او همغږي رامنځ ته کېږي، یوازنۍ لار یې دا ده چې حکومت د ټولو وي او ټول په کې ګډون وکړي. د ښځو شتون هم په دې کې اړین دی. دا زموږ غوښتنه هم ده.»

په ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغا بیا ویلي، دا کابینه لنډمهاله ده او باید طالبانو ته د ځان ثابتولو لپاره وخت ورکړل شي.

اردوغان زیاتوي: «دا ګرانه ده چې موږ دغه حکومت ته دایمي ووایو، دا کابینه لنډمهاله ده. موږ ګومان نه کوو چې دا کابینه دې تر ډېره پاتې شي. دا زموږ مسوولیت دی چې پروسه وڅارو، چې څه کېږي. خو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان لپاره په ګډه کار وشي.»

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا ټینګار  کړی، طالبان باید خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي او واشنګټن دا مهال له ډیپلوماسۍ کار اخلي.

بلنکین زیاته کړې: «موږ په دې تړاو ډېرې خبرې وکړې او ډېر ټینګار مو له افغانستان سره د ډیپلوماسۍ پر پلي کولو دی. موږ په دې اړه له طالبانو سره هم خبرې کړي دي. هغوی ویلي، تلوونکو کسانو ته به د وتلو اجازه ورکړي. موږ غواړو چې هغوی دې وعدو ته ژمن پاتې شي. نړیواله ټولنه د دې هرڅه شاهده ده.»

همدا راز ځینې هېوادونه په دې ټینګار کوي چې د طالبانو له حاکمیت سره ستونزه نه‌ لري، خو په هغه صورت کې چې طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي.

نړیواله ټولنې کابل کې د سه شنبې ورځې لاریونوالو سره د طالبانو چلن هم غندلی او دا یې له نړیوالو اصولو سر غړونه بللې ده.

یادې ټولنې ویلي، که دا حالات دوام وکړي، افغانستان سره به پر خپلو اړیکو تجدید نظر وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist