Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د تغذیې پروګرام له خطر سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/28

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که بشري مرستندویه ادارو ته په بېړني ډول مالي سرچینې برابرې نه شي، نو په افغانستان کې به شاوخوا ۵.۷ میلیونه ماشومان او میندې له اړینو روغتیايي او تغذیوي خدمتونو بې برخې شي.

د دې سازمان د بشري چارو همغږۍ دفتر(اوچا) وايي، د کلونو جګړو، اقتصادي ستونزو او د بشري او پراختیايي فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونو له امله، میلیونونه افغانان د نړیوالو مرستو پر دوام متکي دي.

اوچا په خپل راپور کې ویلي چې ماشومان د دې وضعیت تر ټولو زیانمنه برخه جوړوي.

د اوچا راپور کې زیاته شوې: « ماشومان په ځانګړې ډول د دې حالت تر ټولو زیاته زیانمنه برخه جوړوي. د مغذي خواړو، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او مناسبې پاکۍ ساتنې کمښت د خوارځواکۍ خطر زیات کړی. په داسې حال کې چې بېوزله کورنۍ اړې کېږي چې د خواړو او نورو اساسي اړتیاوو ترمنځ، سخت انتخاب وکړي.»

ملګري ملتونه دغه راز وايي،  د نړیوالو بشري مرستو د بودیجې کمښت په داسې وخت کې رامنځته شوی چې په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې لا هم په لوړه کچه کې دي.

د بشري مرستو ادارې خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو نه شتوالی ښايي د خوارځواکو ماشومانو د درملنې، د میندو د تغذیې او نورو اړینو روغتیايي پروګرامونو د کچې او پوښښ د کمېدو لامل شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په لرې پرتو او له خدماتو بې برخې سیمو کې وضعیت لا ډېر د اندېښنې وړ دی.

د اوچا په راپور کې په دې اړه ویل شوي: « د مالي سرچینو نه شتوالی ښايي د خوارځواکو ماشومانو  د  درملنې، د میندو د تغذیې او نورو اړینو روغتیايي پروګرامونو د کچې او پوښښ د کمېدو لامل شي؛ ځکه هلته روغتیايي او بشري خدمتونو ته لاسرسی له وړاندې هم محدود دی.»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر ټینګار کړی چې د وضعیت لا ډېر خرابېدو د مخنیوي لپاره بشري مرستې حیاتي اهمیت لري.

 اوچا دا هم ویلي چې په اوږدمهاله کې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره د عامه خدمتونو پیاوړتیا، د کاري فرصتونو رامنځته کول او دوامدارې پراختیا ته هم اړتیا ده.

له تېرو دوو کلونو  او په تیره بیا د ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې چې په افغانستان کې په کارونو بوختې دي، بیا بیا د بودیجې د کمښت په اړه شکایت کوي، خو تراوسه د دغې ستونزې د هواري لپاره عملي کار نه دی شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist