Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له نړیوالې ټولنې د بېنېټ غوښتنه؛ افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړئ

ملګري ملتونه د امر بالمعروف وزارت نوي قانون ارزونه پیل کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/27

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ د سرپرست حکومت له لوري د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د نوي قانون په تړاو د ارزونې خبر ورکوي.

بېنېټ وايي، ډېر ژر به له نورو متخصصینو سره پر ګډه د سرپرست حکومت د امرباالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د قانون په اړه ارزونې او څېړنې پيل کړي.

بېنيټ پر خپله اېکس پاڼه دغه لنډ بیان له هغې وروسته خپروي، چې په ‌دې وروستیو کې د سرپرست حکومت له‌ خوا افغانستان ته له سفر منع شو.

که څه هم د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور  ورکوونکی اوس افغانستان ته سفر نه ‌شي کولی، خو د سیاسي چارو شنونکي یې ارزونې او څېړنې مهمې او اغېزناکې بولي.

دوی وایي، د بېنیټ ارزونې او څېړنې د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ په سیاسي تعامل هم مثبت او هم منفي اغېز لرلی شي.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي: « د داسې قوانینو، کړنو او لید لورو تقابل او دغه راز د نظر اختلاف لامل شوي، چې نړیواله ټولنه او اسلامي امارت په تقابل کې واقع شي. ملګري ملتونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني او په مقابل کې یې چارسمبالي حکومت پر ریچارډ بېنېټ افغانستان ته د سفر بندیز لګولی.»

بېنېټ د امرباالمعروف قانون په اړه د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له دریځ هم هرکلی کړی.

اتونبایوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د سرپرست حکومت دا قانون د افغانستان راتلونکي لپاره یو ځورونکی لیدلوری دی، چېرې چې محتسبین واک لري، د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندو سرغړونو د لیست پر بنسټ هر څوک وګواښي او ویې نیسي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« یوازې طالبان مسلمانان نه دي. په نړۍ کې ۵۷ اسلامي هېوادونه او له دوه میلیاردو ډېر مسلمانان شته دي. د نړۍ په هېڅ یوه بل اسلامي هېواد کې له ښځو سره داسې توپيري چلن نه کېږي.»

بل لور ته د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي د ټولې اسلامي نړۍ دیني عالمان ننګولي او وايي، هېڅوک نه شي کولی په دې قانون کې د «خو» ټکی پیدا کړي.

حنفي په جوزجان کې یوې ولسي غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي، د اسلامي امارت د امر بالمعروف په نوي قانون یوازې هغوی نیوکې کوي، چې له اسلامي شریعت سره بلد نه دي.

حنفي زیاته کړې: « زه نن د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو او عالمانو ته چلېنج ورکوم،چې راشئ زموږ د امر بالمعروف قانون مطالعه کړئ. که مو په یوه ځای کې هم د قرآن، حدیث او حنفي فقهې خلاف څه پیدا کړل، زه ضیمه وار یم.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه له خوا په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د نوي قانون توشېح او انفاذ د اغېزو په اړه د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو اړوند بنسټونو غبرګونونه او اندېښنې ادامه لري.

د دغو اندېښنو په دوام په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روز میري دیکارلو هم غبرګون ښودلی او ویلي دي، د دغه قانون پلي کېدو دوام به نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام مخه ونیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist