Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: تېر کال مو له نیم میلیون ډېرو راستنو شویو سره مرستې کړې

ملګري ملتونه: تېر کال مو له نیم میلیون ډېرو راستنو شویو سره مرستې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/19

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، یوازې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال یې له ۵۰۰ زرو څخه ډېرو راستنو کړای شویو افغانانو سره مرستې کړې.

یادې ادارې ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې يې له ۷۸ زره زیاتو ښځو او نجونو لپاره د خوندیتوب اقدامات ترسره کړي او دغه راز یې په ټولو ولایتونو کې له ۵۷ زره زیات کسان د څار ارزونه کړې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي: « یو اېن اېچ سي آر په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د ۵۰۰ زره راستنو کړای شویو لپاره د هرکلي مرستې کړې. له ۷۸ زره زیاتې ښځې او نجونو د خوندیتوب ګامونه یې اخیستي او دغه راز په ۳۴ ولایتونو کې یې له ۵۷ زره زیات کسانو د څار ارزونه کړې چې ټولنیز خوندیتوب ورسره پیاوړی شو.»

له دې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو سرمنشي د روژې په مناسب خپل پیغام کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د وګړو بشري وضعیت ناوړه بللی.

نوموړي ويلي، له افغانستان څخه تر یمن او له غزې تر سوډان پورې خلک لوږې، بې ځایه کېدو او جګړو سخت ځپلي او نړیواله ټولنه باید ورسره د انساني خواخوږۍ او روژې میاشتې په مناسبت خپلې مرستې ونه سپموي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي: « په داسې حال کې چې نړۍ له وېش او اختلافونو سره مخ ده، راځئ د روژې د تلپاتې پیغام درناوی وکړو، اختلافونه کم کړو  او له هغو خلکو سره مرسته وکړو چې ستونزې زغمي. د هر انسان کرامت او حقونه باید خوندي کړو، له افغانستان څخه تر یمن او له غزې څخه تر سوډان پورې ناوړه جګړو، لوږې او  بې‌ځایه کېدو خلک سخت اغېزمن کړي دي.»

بله خوا شنونکي وايي، اوسمهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو له لارې د نړیوالې ټولنې بشري مرستې حیاتي ارزښت لري، خو د دوی په خبره، د دې مرستو محدودیت له امله میلیونونه افغانان په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي: « دا چې بشري مرستې په کمېدو او په ځینو حالاتو کې په درېدو شوې، دغې چارې د خلکو پر ژوند اغېز درلود، د خلکو د بېکارۍ کچه لوړه شوه، په ماشومانو کې خوارځواکي او د ښځو په ژوند کې یې هم فوق العاده منفي تأثیرات لرل. که دا لړۍ په هره بڼه وي او دوام ولري، زما په اند کولی شي د ډېرو خلکو لپاره د ژوند سهولتونه چمتو کړي او مثبت اغېز ولري. لازمه ده چې امریکا او نړیواله ټولنه په دې برخه کې همکار پاتې شي.»

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیون خلک بشري مرستو ته اړ دي چې له ډلې یې نږدې ۱۶ میلیونه په بېړني وضعیت کې دي.

اسلامي امارت په کراتو ویلي چې نړیواله ټولنه دې بشري مرستې له سیاست سره نه تړي او له افغانانو سره دې د دوی ناسم بشري وضعیت په ښه کولو کې همکاري نه محدودوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist