Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي

ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/02

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ(یو.اېن.اې.سي.آر) يو وار بيا د ايران او پاکستان له لوري په زور د افغان کډوالو پر اخراج اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې په اپريل او مې مياشتو کې زيات شمېر افغانان د يادو هېوادونو له لوري اخراج شوي.

د کډوالو سترې کمېشنرۍ ويلي، د نړيوالو مرستو کمېدو له امله افغانستان له کړکېچ سره مخ دی او له همدې کبله يې د نړيوالو له لوري له افغان کډوالو د ملاتړ غوښتنه کړې.

یادې کمېشنرۍ زیاته کړې: « يوازې په دوو مياشتو کې ۵۰۰ زره افغانان له ایران او پاکستان په زور ايستل شوي. د کډوالو ستنېدل بايد په پر امنه، داوطلبه او باعزته وي. افغانستان په داسې حال کې له يوه بحران سره مخ دی چې مرستې ورسره کمې شوې دي. اوس د بل هر وخت په پرتله ملاتړ ته اړتيا ده؛ ځکه راستنېدونکي له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي او هڅه کوي چې بيا ژوند پيل کړي.»

په ورته مهال، پاکستاني رسنيو د دې هېواد د کورنيو چارو وزير له قوله ويلي، تر دې مهاله څه باندې يو ميليون افغانان له پاکستان ايستل شوي دي.

محسن نقوي دا هم ويلي چې د پاکستان ترهګرۍ ضد کمېټې وروستۍ ناسته کې هلته د مېشتو ناقانونه افرادو پر وړاندې د جدي اقداماتو پرېکړه کړې او په دغو کسانو کې ۴۴زره هغه افغانان هم شامل دي چې د پاکستان له لارې امريکا او لوېديځو هېوادونونه د تګ په تمه دي.

نقوي په دې اړه ویلي: « فډرالي او ايالتي بنسټونه بايد د ناقانونه افرادو د ايستلو په اړه خپلې هڅې چې ملي امنيت زيانمنوي، همغږې کړي او په بشپړه توګه د يو سند رژيم په عملي کولو کې بايد ټول بنسټونه همکاري وکړي.»

په ورته مهال، په پاکستان کې ځينې مېشت افغان کډوال وايي، له سختو ستونزو سره مخ دي او د پوليسو له ويرې ان روغتونونو ته د درملنې په موخه نه شي تللی.

 دوی خپل دې وضعيت ته په کتو شکايت کوي چې هېچا يې ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې.

په پاکستان کې دېره کډوال مجاهد شینواری وايي: « د افغان مهاجرینو ترمنځ یو تشویش رامنځته شوی، ځکه چې دوی دلته ۴۶ کاله ژوند کړی او پراخ کاروبار لري. د دغو مهاجرینو لپاره تر اوسه پورې نه ملګرو ملتونو څه کړي، نه د پاکستان حکومت او نه هم اسلامي امارت. د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې افغانان به وځي او د جون ۳۰ مه د دوی وروستی مهلت دی.»

له بلې خوا، سرپرست حکومت وايي د راستنېدونکو افغانانو لپاره يې لازمې اسانتياوې رامنځته کړې او په کمپونو کې له لنډمهالې مېشتېدنې وروسته يې خپلو اصلي مېنو ته لېږدوي.

د مسوولانو په خبره، راستنېدونکو ته د لا زياتو اسانتياوو برابرولو په موخه، د دوی دايمي مېشتېدنې لپاره په ولايتونو کې يادو کسانو ته د ښارګوټو جوړولو هڅې روانې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني وايي: « د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د راستنېدنې په پروسه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. د دوی لپاره لنډمهاله کمپونه جوړ شوي او ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي. راستانه شوي کډوال د لنډ وخت لپاره په دې کمپونونو کې ځای پر ځای کېږي او بیا د اسلامي امارت او خیریه موسسو له خوا د مرستو له ترلاسه کولو وروسته، خپلو مېنو ته لېږدول کېږي.»

له دې ټولو سره، د کډوالو د حقونو مدافعان په ځينو ګاونډيو هېوادونو کې د افغانانو وضعيت بحراني بولي او له نړيوالو سازمانو د دوی ستونزو ته د رسېدو غوښتنه کوي.

د کډوالو حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: «          په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی او په کې له بشري حقونو سرغړونې کېږي. نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو لپاره بې طرفه، عادلانه او بشري حل لارې پیدا کړي. جبري شړل باید ودرول شوي او د پناه غوښتنې پروسه چټکه شي. همدارنګه پاکستان او ایران باید د کډوالو په اړه له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي.»      

جګړې، بېووزلي او د کار نه شتوالی هغه لاملونه بلل کېږي چې افغانان يې بهر ته په قانوني او غير قانوني ګډوالۍ اړ کړي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهيسې تر دې مهاله څه باندې ۳ ميليونه افغانان بېرته له پاکستان او ايران هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist