Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: تېرو ۱۰ ورځو کې نږدې ۴۵زره افغانان له پاکستان ایستل شوې

ملګري ملتونه: تېرو ۱۰ ورځو کې نږدې ۴۵زره افغانان له پاکستان ایستل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/13

په داسې حال کې چې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د ايستلو دويم پړاو ادامه لري، ملګري ملتونه وايي، په وروستيو ۱۰ ورځو کې نږدې ۴۵ زره افغانان له ياد هېواده ايستل شوې دي.

د دې سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر)  له لوري خپور شوې راپور کې ویل شوې، د يادو کسانو له ډلې څه باندې ۱۴ زره يې په زور ايستل شوي او شاوخوا ۱۶۵۵ نور افغانان د پاکستاني پوليسو له لوري نیول شوي او لاهم په زندان کې پراته دي.

راپور زیاتوي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ايستلو لومړی پړاو د نومبر له لومړیو ۱۰ ورځو وروسته،۳۱ سلنه چټک شوی.

 د راپور یوه برخه: « د روان کال د اپریل له پيل راهیسې ۴۰۰ زره ۹۰۰ تنه افغان کډوال له پاکستان خپل هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې يې ۱۴ زره او ۱۰۰ تنه په جبري توګه اخراج شوې دي. د ۲۰۲۵ کال د اپریل په لومړیو ۱۰ ورځو کې دغه اخراج د ۲۰۲۳ کال د نومبر د لومړیو ۱۰ ورځو پرتله ۳۱ سلنه زياتوالی موندلی.»

پاکستان له څو ورځو راهيسې زرګونه افغانان له بېلابېلو ښارونو په جبري توګه اخراج کړي.

هلته مېشت کډوال له نړيوالو سازمانونو او سرپرست حکومته غواړي چې ستونزو ته يې رسېدنه وکړي.

پاکستان مېشت افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « له افغان مهاجرینو سره د پاکستاني پولیسو چلن غیر انساني دی. کډوال د کارټونو له لرلو سربېره نیول کېږي او د شړلو لپاره انتظارخانو ته استول کېږي. په دغو انتظار خونو کې له څو ورځو تېرولو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته اخراج کېږي.»

پاکستان مېشته افغان کډواله طیبه رستاخیز وايي: « په پاکستان کې د افغان مهاجرانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. هره ورځ د پولیسو کور په کور تلاشۍ ادامه لري او ګڼ شمېر کسان یې نیولي دي. موږ وینو چې اکثریت نیول شوي کسان هغوی دي چې دلته یې ډېر کالونه ژوند کړی.»

له دې سره، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري د جمعې په ورځ(د اپریل پر ۱۱ مه) وویل، د افغان کډوالو د ايستلو مهلت نه غځول کېږي او هلته د مېشتو افغانانو د کډوالۍ اې.سي.سي کارتونو موده د مارچ پر ۳۱مه پای ته رسېدلې ده.

له دې سره د کډوالو د حقونو فعالان د پاکستان له لوري د دوی جبري اخراج د ټولو اصولو خلاف بولي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د کډوالو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

د بشري حقونو مدافع علیرضا کریمي وايي: « له پاکستانه د زرګونه افغان مهاجرانو شړل له بشري حقونو سرغړونه ده. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري باید بېړني ګامونه پورته کړي او د پاکستان پر حکومت د ډېپلوماټیکو فشارونو له لارې د مهاجرانو له اخراج مخنیوی وکړي.»

د بشري حقونو مدافع ګلا خان بهادري وايي: « په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان ظلم او زیاتی وروستي حد ته رسېدلی. د پاکستان پولیس هغه لحظه د افغانانو په کورونو چاپې وهي، نیسي یې، وهي یې او بیا یې زندانونو ته اچوي. د پاکستان پولیس هېڅ ډول بشري حقونو او د کډوالو حقونو ته ژمن نه دي.»

د کډوالو  او راستنېدونکو چارو وزارت تازه له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو په اړه څه نه دي ویلي، خو موده وړاندې يې د پاکستان دا پرېکړه نا عادلانه بللې وه او په خبره يې، په دې اړه يې خپلې ټولې اندېښنې له پاکستاني چارواکو سره شريکې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist