Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: تېرو اوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه ۱.۹ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/20

د ملګرو ملتونو په شمول نورو نړيوالو سازمانونو او هېوادونو هم له پاکستان او ایرانه په وار وار غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپل دریځ ته بدلون ورکړي، خو تر اوسه يې کومه پایله نه ده ورکړې او د جبري ايستنې ترڅنګ له افغان کډوالو سره سخت زور زیاتی روان دی.

تازه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنرۍ له ایران او پاکستان غوښتي چي د افغان کډوالو پر وړاندې دې خپل چلن نرم او صولي کړي.

د يادې کمېشنرۍ موندنې ښيي، دې دواړو هېوادونو تېرو ۷ میاشتو کې ۱.۹ ميليونه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي چې ۶۰ سلنه هغه يې پر زور ايستل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویانده روینا شمدساني وايي:« د سیمې هېوادونه باید دا ډاډ ورکړي چې د افغان کډوالو بېرته ستنول باید په رضاکارانه ډول، خوندي،له غزت سره او له نړۍوالو قوانینو سره سم ترسره شي. په اوسنیو شرایطو کې یو داسې هېواد ته د کډوالو بېرته ستنول چې پخپله له ګڼو ستونزو سره مخ دی، له نړېوالو قوانینوسره ښکاره ټکر دی.»

نوموړې دغه راز پر زوره له ګاونډيو هېوادونو د افغانانو شړل د نړیوالو قوانینو نقض ياد کړی او ټينګار يې کړی چې بايد ژر تر ژر ودرول شوي.

ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، پرېکړه يې کړې چې له ملګرو ملتونو سره د راجسټر شویو افغان کډوالو د پي.او.ار کارتونه تمدید نه کړي.

نقوي خبرداری ورکړی چې له ناقانوني کډوالو او په ځانګړې توګه افغانانو سره به هېڅ ډول همکاري ونه شي.

هغه زیاته کړې:« هغو افغانانو ته په پاکستان کې د اوسېدلو اجازه نه ورکول کېږي چې په ناقانونه توګه راغلي او موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې ورسره د راجسټر شویو افغان کډوالو پي.او.ار کارتونه تمدید نه کړي.»

بل خوا هېواد ته راستانه شوي افغانان وايي، د سرپرست حکومت لخوا ورته ځیني امکانات برابر شوي خو بسنه نه کوي.

 دوي له سرپرست حکومته غواړي چې د نورو اسانتیاوو ترڅنګ دې يې ماشومانو ته د زدکړو زمینه برابره کړي.

سرپرست حکومت د راستنېدونکو د ستونزو او غوښتنو په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو وړاندې يې ډاد ورکړی چې راستنېدونکو ته يې اسانتياوې برابرې کړي.

خو د سیاسي چارو يو شمېر شنونکي د نيوکې په توګه اشاره کوي چې ګني د افغان کډوالو په برخه کې يې يوازې د اعلاميو په خپرولو بسنه کړې او بس.

دوی وايي، ياد سازمانونه دې په ګاونډيو هېوادونو کې له افغانانو د کېدونکي چلن پر وړاندې ودرېږي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« ملګري ملتونه یوازې خبرې کوي، عملا هېڅ هېواد، هېڅ زبرځواک هېواد، دا څه بشري جنایتونه چې ترسره کېږي، د هغو پر مخ باندې عملا کار نه کوي، یوازې خبرې کوي. نړۍ کې جنایتکاره سیاست دوام لري، موږ باید خپله له دغو جنایتکارانو ځان وژغورو.»

د ايران او پاکستان په شمول ځينو نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړې.

 په دې لړ کې تاجیکستان هم افغان کډوالو ته ۱۵ ورځنی مهلت ورکړی چې له دې هېواده ووځي او بېرته خپل وطن ستانه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist