Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه‎: تېره میاشت ۶۰۰ زره کورني بې ‌ځايه شوي له مرستو محروم شوي

ملګري ملتونه‎: تېره میاشت ۶۰۰ زره کورني بې ‌ځايه شوي له مرستو محروم شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/24

هر کال د معمول په څېر د ژمي په رانږدې کېدو سره په کور دننه د بې ځایه شویو او له بهر راستنو شويو کورنيو ژوند له ستونزو او ننګونو سره مخامخ کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ په يوه راپور کې ویلي، د ښځو پر کار د سرپرست حکومت محدودیتونه او د اداري چارو پېچلتیا د دې لامل شوې چې د اکټوبر په میاشت کې ۶۰۰ زره کسان له مرستو بې برخې شي.

د راپور یوه برخه: « له دې هڅو سربېره، د مالي مرستو کمښت، د ښځینه کارکوونکو په برخه کې د محدویتونو او د اداري ځنډ او خنډ په څېر ننګونو له کبله د مرستو بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی. دا چارې د دې لامل شوې چې ۶۰۰ زره کسان ژمنیو اړینو توکو ته له لاسرسي محروم شي.»

داخلي بې ځایه شوي هم د ژوند له سختو شکایت کوي او وایي، تر اوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې. دوی له سرپرست حکومته له مرستې سربېره د کاري زمینو برابرولو غوښتنه کوي.

د عبدالنصیر په نوم یو بېځایه شوی وايي: « د خلکو وضعیت داسې حال کې دی چې تر ترپالونو لاندې ژوند کوي، ژمی را روان دی او وضعیت سل په سلو کې خراب دی.»

کډوال الله داد وايي: « تاسو دا کوډلې په خپله وینئ، له موږ سره خاص مرسته نه ده شوې او بله خبره داده چې کار هم نه پیدا کېږي.»

له پاکستان راستون شوی یو کس هم د مرستې غوښتنه کوي او وايي: « د هر چا چې هرڅه په وس پوره وي، له دې خلکو سره باید مرسته وکړي. ۴۷ کاله په پاکستان کې په موږ تېر شول، دلته به هم تېر شي.»

یو بل کډوال وايي: « په تکلیف یو، یخ دی او په دې ترپالونو کې ګوزاره نه کېږي. ژمي ته وارخطا یو ځکه نه لرګي لرو او نه هم کوم بل څه، د سون له توکو او اوبو سره ډېر په تکلیف یو.»

ومو غوښتل په دې اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو زموږ پرله پسې اړیکو ته یې ځواب را نه کړ.

په ورته وخت کې، د کډوالو د حقونو فعلان له اړوند ادارو غواړي چې د کډوالو او بې ځایه شویو کورنيو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو حقونو فعال ابوالحسن صالحي وايي: « د هغو کډوالو د ستونزو هوارولو لپاره چې دا مهال په ګڼو ستونزو کې ښکېل دي او له نړیوالو مرستو محروم شوي، باید د افغانستان له اوسني نظام سره د خبرو له لارې د هغوی ستونزو ته پاملرنه وشي. که د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه ونه شي، حکومت او نړیوال بنسټونه په دې اړه ګامونه پورته نه کړي، په را روان ژمي که به کډوالو ته جدي ستونزې او ناوړه پایلې رامنځته شي.» 

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې له بهر د راستنو شویو افغانانو شمېر ۳ میلیونه، ۶۶۹ زره کسان ښودلی او وايي، دغه بهیر لا هم دوام لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist