Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/30

په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله چې ګڼ شمېر خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه   واړول، زیانمن شوي يې د ژوند بنسټیزو اړتیاو نه لرولو له امله په سخت وضعیت کې شپې ورځې تېروي.  

دې وضعیت ته په پام د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې(اوچا) په خپل وروستي راپور کې د سېلاب ځپلو خلکو له غوښتنو ملاتړ کړی او تمویل کوونکو هېوادونو او نورو نړیوالو بشري مرستندویه سازمانونو یې غوښتي چې له سېلاب ځپلو او زیانمن شویو  خپلې مرستې ونه سپموي.

اوچا ویلي: « د افغانستان په مرکزي، ختیځو، شمال ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې سختو ورښتونو، ناڅاپي سېلابونو او ورسره تړلو طبیعي پېښو د خلکو او ټولنو د ژوند پر وضعیت منفي سیوری غوړولی. وروستیو طبیعي پېښو  د غزني، کاپیسا، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او پروان په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د پام وړ زیانونه ثبت شوي دي.»

د اوچا په خپاره کړي راپور کې راغلي چې يه یو شمېر ولایتونو کې یې اړمنو ته د بشري مرستو ارزونې پیل کړې دي چې ډېر ژر به ورته مرستې برابرې کړي.

اوچا په دې اړه ویلي: « په لوګر، کابل، کاپیسا او پروان ولایتونو کې د ګډو اړتیاوو ارزونې بشپړې شوې دي. ټاکل شوې چې په لوګر کې ۷۹ کورنیو په کابل کې ۲۸ کورنیو، په کاپیسا کې ۶۵ کورنیو او په پروان کې ۴۵ کورنیو ته بشري مرستې ورسول شي. همدارنګه تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې په میدان وردګو  او پنجشېر ولایتونو کې هم د بشري  اړتیاوو ارزونې پیل شي.»

د وروستیو طبیعي پېښو له امله تر ټولو زیانمن ولایت نورستان دی چې لسګونو کسانو ته یې د مرګ ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه وا ړول.

د پوهنتون استاد جاهد صمیم وايي: « نړیوالې مرستندویه او خیریه موسسې د خپل ماموریت له مخې دنده لري چې خلکو ته مرستې ورسوي او د شفافیت اصل په کې رعایت کړي؛ ترڅو زموږ د خلکو ستونزې کمې شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « که نړیوالې موسسې غواړي په دې اړه مرسته وکړي، مهمه دا ده چې د خلکو لپاره کورونه جوړ کړي، همدارنګه د ښوونځیو او روغتونونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي، دا به د افغانانو لپاره ډېر ګټور کار کوي.»

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې په راپور کې راغلي چې وروستیو طبیعي پېښو کې  ۱۸۷ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

ټولټال ۱۸۳ کورونه په بشپړ او قسمي توګه تخریب شوي او همدارنګه شاوخوا ۸۰۰ جرېبه موسمي کرنیز  محصولات  او  نږدې ۳۱۰ رأسه څاروي هم تلف شوی دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist