Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ټولو خواوو سره اړیکو ته دوام ورکوو

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ټولو خواوو سره اړیکو ته دوام ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/01

له هغې وروسته، چې د سرپرست حکومت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په کابل کې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ (یوناما) سره د همکارۍ پرې کولو خبره وکړه، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفین دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې ملګرو ملتونه به د امنیت شورا له خوا ورکړل شوي ماموریت پر بنسټ به په افغانستان کې د اسلامي امارت په ګډون له ټولو ښکېلو اړخونو او همګټو هېوادونو سره تعامل ته ادامه ورکړي.

هغه زیاته کړې:« زه فکر کوم، موږ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض په اړه ډېر ژر غبرګون ښودلی او دا کار مو د خپل ماموریت له مخې ترسره کړی. موږ د ښه نیت له مخې تل د ملګرو ملتونو له موقف نه، چې د عدالت او بشري حقونو انعکاس دی، ملاتړ کوو. په حقیقت کې د افغانستان له واکمنو سره د تعامل ډېرې نورې ډيپلماتیکې لارې هم شته.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « ټولو ستونزو ته د خبرو له لارې حل پیدا کېدای شي، د یوناما څو لسیزې حضور هېڅکله د ملت جوړونې پر محور نه و، بلکې د خپلو ملاتړ هېوادونو د ستراتيژيک عمق د تحقق لپاره و. زه هیله لرم، اوس اجازه ورکړي، چې د افغانستان ملت له سرپرست حکومت سره په مشوره خپل برخلیک روښانه کړي، نه د بهرنیو فشارونو له لارې.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کار د بې طرفۍ، ښه نیت او بشري حقونو او برابرۍ ته د پوره ژمنې له اصولو سره سم اداره کېږي او له سرپرست حکومت غواړي، چې د ديپلوماتیکو خبرو اترو لپاره نورې لارې پرانیزي.

د سیاسي چارو کارپوهان شرایطو ته په کتو په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ادغام مهم بولي او وایي، سرپرست حکومت باید د تعامل په برخه له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او پرهغو ټکو له سره غور وکړي، چې د تعامل مخه یې نیولې.

د سیاسي چارو کارپوه سمیر انګار وايي:« په اوسنیو شرایطو کې اړتیا لیدل کېږي، چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او مانا داره تعاملات ولري او ملګري ملتونه هم په همدې هڅه کې دي. اسلامي امارت ته په کار ده، چې له دې فرصتونو په مثبته توګه ګټه واخلي، پر هغو سیاستونو او پالیسیو له سره غور وکړي، چې د دغو تعاملاتو مخه یې نیولې.»

د سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیر وايي:«هرڅومره، چې ملګري ملتونه له موږ سره تعامل ولري او موږ هم د ملګرو ملتونو نورمونه او پرنسیپونه رعایت کړو، په هماغه اندازه موږ نړۍ ته لا نېږدې کېږو.»

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د سازمان  په ګډون له ټولو هېوادونو سره د رغنده او مثبتو اړيکو خبره کوي او له ملګرو ملتونو غواړي، چې په دې سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ ور وسپاري.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین شمشاد ته وایي، ټولو ته مالومه ده، چې  له لسیزو راهیسې تحمیل شویو بندیزونو او یوازې نیوکو پایله نه ده ورکړې.

شاهین زیاتوي: « اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره د مثبتو او رغنده اړیکو غوښتونکی دی. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ، چې د اسلامي امارت حق دی، باید اسلامي امارت ته وسپارل شي، ترڅو رغنده تعامل ته لا ښه زمینه برابره، ناسم تفاهم له منځه لاړ شي او د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ مسایلو ته حل پیدا شي. ټولو ته مالومه ده چې له لسیزو راهیسې تحمیل شویو بندیزونو او نیوکو پایله نه ده ورکړې؛ د دې په ځای باید خبرو له لارې ستونزې هوارې شي.»

د امرباالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو وزارت نوی قانون، چې تېره اوونۍ توشېح او په رسمي جريده کې خپور شو؛ د نړیوالې ټولنې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو. دغو غبرګونونو ته په کتو، د تېرې پنجشنبې په ورځ امرباالمروف وزارت پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي بیان کې وویل، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت(یوناما) له خوا د دوامداره تبلیغاتو په خاطر نور له دې ادارې سره همکاري نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist