Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې له بشري ناورینه اندیښنه لرو

admin by admin
2021/10/07

د ملګري ملتونو له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي،چې په افغانستان کې  له نیمایي زیات له پنځه کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

راپور کې د افغانانو اوسنی حالت داندېښنې وړ بلل شوی او تینګار شوی،که افغانستان ته د خوراکي توکو ترڅنګ په بېړنۍ توګه درملو ونه رسېږيومیلیونونه افغانان به له ناورین سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال عمر عبدي وايي:« موږ به په افغانستان کې له بشري ناورین سره مخ شو. میلیونونه وګړي له لوږې سره مخ دي. ژمی هم را روان دی او د کورونا وبا وېره هم شته دی. یوازې روغتیايي نه بلکې ټولنیز سیسټم د له منځه تګ په حال کې دی. خوراکي توکي، درمل او اوس د تیلو کمښت هم ستره ستونزه ده.»

په ورته خت کې عبدي وايي، په افغانستان کې اوس له پنځه کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

 د عبدي په خبره، هغه افغان کورنۍ چې له کابل بهر اوسېږي هم د کار او روزګار له نه شتون شکایت کوي،چې له امله یې له سختې بې وزلۍ سره مخ دي.

د کونړ اوسیدونکې نرګس  وايي:« حکومت پر داعش ډلې برید وکړ او هغوی ولاړل، اوس د طالبانو په راتګ سره امنیت ښه دی،خو نور هېڅ نه شته، بې کاري زیاته ده. موږ په دواړو تېر او  اوسني حکومت کې خوشاله وو او اوس هم خوښ یو،خو موږ بې وزله یو. موږ یو مړه  ډوډۍ نه لرو.»

 روغتیاپال   مسلم  وايي:« موږ د ځای د کمښت له ستونزې سره مخ یو. موږ بسترونه نه لرو. دلته ځای نه شته دی او حالت دومره هم ښه نه دی،چې د هر ماشوم لپاره جلا بستر ورکړل شي.»

اخوا د اسلامي امارت چارواکي بیا  په دې اند دي،چې نړیوال بشري بنسټونه کوچنۍ ستونزې د دې لپاره سترې منعکسې کوي،چې غلا او فساد په کې وکړای شي.

نظرمحمد مطمئن    وايي:« نړیوال بشري بنسټونه د دې لپاره دروغجن راپورونه ورکوي،چې غلا او فساد وکړای شي او له  نورو هېوادونو د ځان لپاره پیسې راټولې کړای شي او بیا یې خپلو کې وویشي. ما تیر حکومت کې هم د یونیسف کارونه نه دي لیدلي،چې چاته یې مرسته رسولي وي.»

د اسلامي امارت چارواکو او د  بشر حقونو نړیوالو بنسټونو دریځونه داسې مهال سره په ټکر کې راغلي،چې په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو د بیې لوړیدل  او بیا ورته د خلکو نه لاسرسی خپله د یوه بد اقتصادي راتلونکي نښې نښانې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist