Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه افغانستان کې د کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو ملاتړ کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/19

افغانستان او پاکستان ته د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنر مرستیالې کیلي کلیمینټس اوونیز سفر پای ته ورسېد او د خپل سفر پای کې یې ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې به د کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو بشپړ ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنرۍ د کلیمینټس سفر په تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا ملاتړ به نه یوازې د هغو درې نیم میلیونه کسانو لپاره وي،چې د جګړو له امله پر کوردننه بې ځایه شوي،بلکې هغه افغان کډوال هم په کې شامل دي،چې له نوروهېوادونو راستنیږي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمیشنرۍ له تېرو ۴۰  کلونو د افغانانو ملاتړ کړی او دې ملاتړ ته به دوام ورکوي. دا ملاتړ په اوس کې لا پراخیږي او هڅه کیږي،چې د بې ځایه شویو، بېرته راستانه شویو او کډالو بشپړ ملاتړ وشي. موږ به په ټول افغانستان کې خپل حضور پراخوو.» 

کلیمینټس افغانستان کې د خپل څلور ورځني حضور په لړ کې هرات ته لاړه او هلته یې د ښځو او نجونو اندېښنې هم واورېدې.

د کډوالۍ ادارې د افغان ښځو او نجونو هغه وضعیت په تړاو هم اندېښنه ښودلې  ده، چې د تېر کال له اګست میاشتې راپدیخوا رامنځته شوی دی.

کلیمینټس  زیاته کړې:« افغانې ښځې مقاومت کوونکي دي. هغوی  له ماسره د زده کړو په اړه وغږیدې، د ژوند په اړه وغږیدې او دا یې وویل چې غواړي د ژوند په ټولو چارو کې ونډه ولري. هغوی غوښتل چې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي،ترڅو د خپل هېواد راتلونکې جوړه کړي.» 

د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي ادراې سږ کال تر دې دمه نږدې یو میلیونه کسانو ته د ژمنیومرستو، سرپناه او نورو مرستو ترڅنګ د نغدو پیسو مرستې هم کړي دي.

د دې ادارې شمېرې ښیي،چې پاکستان کې  دمګړی یو اعشاریه درې میلیونه اسناد لرونکي او یونیم میلیونه بې اسنادو افغان کډوال اوسېږي،چې له ډلې یې ۲۵۰ زره د تېر کال اګست میاشتې وروسته یادهېواد ته تللي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist