Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/07

که څه هم تېر ۲۰ کاله نړیوالو په افغانستان کې د نشه یي توکو د کرکیلې او ترورېزم د ختمولو په پلمه ۲ ۲۰ کاله جکړه وکړه او دا مهال بیا د اسلامي امارت سرپرست حکومت په افغانستان کې د نشه یي توکو کرکیله صفر شوې بولي، خو د ملګرو ملتونو د نشه ‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، سږ کال د يادو توکو په کرکيله کې د تېر کال پرتله ۱۹سلنه زیاتوالی راغلی.

د يادې ادارې له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، د افغانستان په ۱۲ زره ۸۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د تېر کال  پرتله شاوخوا ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور یوه برخه: « د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال پرتله شاوخوا ۱۹ سلنه زیات شوی دی او پر ۱۲ زره۸۰۰ هکټاره ځمکه کرل شوي دي.»

له دې سره، د کورنيو چارو وزارت د نشه ‌یې توکو پر وړاندې د مبارزې معینت له جزئیاتو ورکولو پرته، د ملګرو ملتونو د نشه ‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې وروستی راپور له حقیقت له لرې بولي.

د نظر خاوندان هم د ملګرو ملتونو تازه راپور پر حقایو ولاړ نه بولي او په خبره یې، دغه سازمان غواړي پر افغانستان خپل سیاسي فشارونه جاري وساتي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په خواشینۍ سره باید ووایم چې ملګري ملتونه هم د لوېدیځو هېوادونو په څېر د افغانستان په اړه کره او بنیادي راپورونه نه ورکوي. کله وايي د نشه يي توکو کښت صفر ته رسېدلی او کله بیا د ستاینې پر ځای وايي چې زیات شوی. موږ نه پوهېږو دوی دا راپور له کومه کوي، آیا دوی په ریښتیا راځي افغانستان ته او بیا په کلیو او بانډو باندې ګرځي او که نه، د سیاسي موخو او فشارونو زیاتولو لپاره دا خبرې کوي یا هم دوی په خپله غواړي د مخدره توکو د لویو مافیا او کړیو ملاتړ وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « دا راپور چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو اړوند څانګې خپور کړی، له نورو نړیوالو راپورونو سره توپیر لري؛ ځکه کله چې انګلستان وايي د سټلایټ انځورونو له لارې په ډاګه شوې چې افغانستان کې د نشه يي توکو کښت له ۹۵ سلنو ډېر کم شوی، نو دا راپور بیا کوم ځای ښيي. دا خبرې بیا هم د سیسټماټیک فشار لپاره دي ترڅو د خپلو سیاسي ګټو او  ستراتیژیک عمق پلی کولو له لارې، د دوی په خوښه حکومتوالي رامنځته کړي.» 

له دې وړاندې په ځلونو د سرپرست حکومت له خوا ویل شوي چې په افغانستان کې د نشه ‌یي توکو کرکیله يوازې په يوه فرمان صفر شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist